د کرنې په وزارت کې د باراني او څاڅکي اوبولګولو سیسټم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳۰ - ۱۱:۳۳
د کرنې په وزارت کې د باراني او څاڅکي اوبولګولو سیسټم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په انګړ کې د باراني او څاڅکي اوبولګولو سیسټم د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان، مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان آخند «حاجي سالم» او یو شمېر رییسانو او کارکوونکو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد پروژه د ۳ میلیونه او ۱۶۵ زره افغانیو په لګښت تطبیق شوې او له ۵.۲ هکتاره زیاته ځمکه د خړوبولو تر پوښښ لاندې نیسي. دغه نوی سیسټم ۷۲ متر مکعبه د اوبو زېرمه کولو او انتقال ظرفیت لري او د اوبو د سرچینو د مدیریت د ښه والي او د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي په موخه جوړ شوی دی.
د پرانیستې په مراسمو کې د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال او مالي او اداري مرستیال، دا پروژه د عصري کرنې د پراختیا او د اوبو د مصرف د سپما لپاره اغېزمن ګام وباله او د کرنیز سکتور د پرمختګ لپاره د نویو تکنالوژیو د کارولو پر ارزښت یې ټینګار وکړ.

بهره‌برداری از سیستم آبیاری بارانی و قطره‌ای در وزارت زراعت
سیستم آبیاری بارانی و قطره‌ای صحن وزارت زراعت با حضور مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و مالداری، ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و شماری از رؤسا و کارمندان این وزارت به بهره‌برداری سپرده شد.
این پروژه به هزینه ۳ میلیون و ۱۶۵ هزار افغانی تطبیق شده و بیش از ۵.۲ هکتار زمین را تحت پوشش آبیاری قرار می‌دهد. سیستم جدید ظرفیت ذخیره‌سازی ۷۲ متر مکعب آب و انتقال آن را دارد و به هدف بهبود مدیریت منابع آب و افزایش بهره‌وری زراعتی راه‌اندازی گردیده است.
در مراسم افتتاح، معین آبیاری و منابع طبیعی و معین مالی و اداری وزارت زراعت، این پروژه را گامی مؤثر در راستای توسعه زراعت مدرن و صرفه‌جویی در مصرف آب عنوان کرده و بر اهمیت استفاده از تکنالوژی‌های نوین در سکتور زراعت تأکید نمودند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۸:۱۲
Background image

د میدان وردګو ولایت جغتو ولسوالۍ کې د نیالګیو وېش


۱۸ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت جغتو ولسوالۍ لپاره ۱زر او ۵۰۰ اصله زینتي نیالګي او د ځینو نیالګیو تخمونه د غازي محمد جان خان ګروپ د کرنې څانګې له خوا. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۳:۱
Background image

د کندهار کرنې ریاست کې د امارتي ځمکو د اجارې تنظیم په پار د کړن لارې جوړولو په موخه مشورتي ناسته وشوه

۱۸ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
 د کندهار  دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي فضل الباري فضلي په مشرۍ په دې ولایت کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۱:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد کې یوشمېر بڼوال وروزل شول

۱۸ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت د دایمیرداد ولسوالی یوشمېر بڼوالو ته د بڼونو د پالنې او مدیریت په. . .

بازگشت