ننګرهار کې د اوبولګولو یوولس کانالونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۰ - ۹:۵۱
 ننګرهار کې د اوبولګولو یوولس کانالونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۱۰ لېندۍ ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژې (NVDA) په اډانه کې ددې ولایت په پنځو ولسوالیو «سره رود، بهسود، بټي کوټ، غني خېل او مومندرې» کې د اوبولګولو د یوولسو فرعي کانالونو د بیارغولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل.
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژې (NVDA) چارواکي وایي، چې د دغو کانالونو د بیارغولو ټولیز لګښت ۱۸ میلیونه افغانۍ ده، چې د اسیایي پراختیایي بانک له خوا ورکړل شوې ده.
دغه کانالونه، چې ددې ولایت په سره رود، بهسود، بټي کوټ، غني خېل او مومندرې ولسوالیو کې موقعیت لري په پاخه او اساسي ډول رغول شوي دي، چې د اوبو د تنظیم او وېش په برخه کې د یادو سیمو د بزګرانو ستونزې په اساسي توګه حل کړي دي.
یاد کانالونه په ټولیزه توګه اته زره او ۵۰۰ هکټاره ځمکه خړوبوی او همدارنګه له دغو کانالونو څخه ۳۵ زره کسان په نېغه او زرګونه نور کسان په نانېغه ډول ګټه پورته کوي.
د دغو کانالونو رغول ددې ترڅنګ، چې د اوبو د ضایعاتو مخه نیسي د کانالونو تر پوښښ لاندې ځمکو د حاصلاتو د ډېر والي لامل هم کیږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۳:۴
Background image

دمیدان وردګو دوو ولسوالیو کې لس ګونو بزګرانو ته دلوبیا ننداریزې کروندې جوړې شوې

۲۰ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
دمیدان وردګو ولایت د دایمیرداد او جغتو ولسوالیو اړوند د کنج، ګرماب کلاندې په حوزو کې یوشمېر په شرایطو برابرو بزګران چې مخکې دکرنې ریاست له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۳:۲
Background image

میدان وردګو دوو ولسوالیو کې لسګونو مستحقو بزګرانو ته د سبو تخمونه، کیمیاوي سرې او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۰ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د سیدآباد او جلریز ولسوالیو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د افغان سوله جوړونکې بشري  مؤسسې په ملاتړ،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۳:۱
Background image

د پکتیکا ولایت په نکه ولسوالی کې ۱۸۰ مالدارانو ته د مالدارۍ د مدیریت کڅوړې ووېشل شوې

۲۰ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ، د اړیکو دفترله لوري د نکه ولسوالی په مرکز او اړوندو سیمو کې د مالدارۍ د. . .

بازگشت