میدان وردګو ولایت کې د قوشتیپې ملي کانال پروژې لپاره د سنځلو زرګونه قلمې راټولې شوې دي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۵۲
میدان وردګو ولایت کې د قوشتیپې ملي کانال پروژې لپاره د سنځلو زرګونه قلمې راټولې شوې دي

۲۶ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د قوشتیپې ملي کانال پروژې لپاره د سنځلو د قلمو راټولولو چارې روانې دي.
تر دې دمه له مرکز میدان ښار او مختلفو ولسوالیو څخه شاوخوا زرګونه د سنځلو قلمې راټولې شوي او د قوشتیپې ملي کانال ته انتقال شوي، چې د ایښودلو بهیر یې دوام لري.
د سنځلو د قلمو راټولولو او بسته بندۍ چارې لا هم روانې دي، چې په لنډ وخت کې به پاتې قلمې هم کانال ته انتقال او د ایښودلو چارې به یې بشپړې شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۱۳
Background image

د څړځايونو د سروې، تشخيص او ارزونې په موخه د کرنې وزارت پلاوی د هېواد شمال زون يو شمېر ولايتونو ته سفر وکړ 

۱۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له‌خوا یو تخنیکي پلاوی د هېواد شمالي ولایتونو (سمنګان، بلخ او سرپل) ته د څړځایونو د سروې، تشخیص او ارزونې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۱۱
Background image

د بلخ شولګرې ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې 

۱۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت د شولګرې ولسوالی په کچه د «اکټېډ» مؤسسې په همکارۍ د ۱۶۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۱۰
Background image

دهلمند ولایت شمالي ولسوالیو کې ویالو سروې او د قدرتي سرچینو د تثبیت چارې روانې دي

۱۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د قدرتي سرچینو آمریت فني کارکوونکو د شمالي ولسوالیو د زابرانو، ځنګلونو او څړځایونو د. . .

بازگشت