خوست کې د کبانو هچرۍ ته نږدې کانال د جوړولو چارې بشپړې شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۵ - ۱۲:۴۰
خوست کې د کبانو هچرۍ ته نږدې کانال د جوړولو چارې بشپړې شوې

۱۵ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د کبانو د هچرۍ لپاره د محافظوي کانال د جوړولو چارې بشپړې شوې.  
یاد کانال د هچرۍ تر څنګ تېرېږي، چې د اوبو د منظم بهیر د تأمین تر څنګ به د هچرۍ ودانۍ ته د اوبو د زیان رسېدو مخه ونیسي. د دې کانال جوړول د کبانو د روزنې او د هچرۍ د دوامداره فعالیت لپاره مهم ګام بلل کېږي.  
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسؤلین وايي، چې د یاد کانال جوړېدل به د کبانو د روزنې سکټور ته وده ورکړي او د کبانو د تولید د زیاتوالي ترڅنګ به سیمه‌ییزې اقتصادي ګټې هم ولري.
دا پروژه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د پلان له مخې عملي شوې او مسؤلین وایي، چې د ورته نورو مهمو پروژو د پلي کېدو هڅې هم روانې دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۸:۱۲
Background image

د میدان وردګو ولایت جغتو ولسوالۍ کې د نیالګیو وېش


۱۸ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت جغتو ولسوالۍ لپاره ۱زر او ۵۰۰ اصله زینتي نیالګي او د ځینو نیالګیو تخمونه د غازي محمد جان خان ګروپ د کرنې څانګې له خوا. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۳:۱
Background image

د کندهار کرنې ریاست کې د امارتي ځمکو د اجارې تنظیم په پار د کړن لارې جوړولو په موخه مشورتي ناسته وشوه

۱۸ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
 د کندهار  دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي فضل الباري فضلي په مشرۍ په دې ولایت کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۱:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد کې یوشمېر بڼوال وروزل شول

۱۸ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت د دایمیرداد ولسوالی یوشمېر بڼوالو ته د بڼونو د پالنې او مدیریت په. . .

بازگشت