د ننګرهار وادي کرنیز شرکت هډې او دویم فارم کې د مالټې بڼونو جوړولو چارې پیل شوې

۹ کب ۱۴۰۳ه.ش
۲۸ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه.ق
د ننګرهار په هډې فارم اووم بلاک او دویم فارم لومړي بلاک کې د مالټې بڼونو جوړولو چارې رسماً پیل شوې.
د هډې فارم کلیکسون بڼ کې به د بهرام زمان کرنیز شرکت له لوري په ۴۵ جریبه ځمکه او د دویم فارم لومړي بلاک کې به د خلیل احمد حسنزي کرنیز شرکت له لوري د مالټې بڼونه جوړ شي.
دا پروسه تېره ورځ د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د مشرۍ له لوري د مالټې نیالګیو په کرلو رسماً پیل شوه.
د معلوماتو له مخې، په دې ۸۲ جریبه ځمکه کې به شاوخوا ۵زره او ۳۷۶ اعلی ډول مالټې وکرل شي، چې د دواړو کرنیزو شرکتونو له لوري پرې شاوخوا ۶ میلیونه افغانۍ لګښت کېږي.
د کرنیزو متخصصینو په باور، د دې بڼونو جوړول به نه یوازې د مالټې د محصول تولید زیات کړي، بلکې د سیمې د خلکو لپاره به د کار زمینه هم برابره کړي.