د کرنې وزیر د ازبکستان له صنعتي پارک څخه لیدنه وکړه 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۶ - ۹:۵۹
د کرنې وزیر د ازبکستان له صنعتي پارک څخه لیدنه وکړه 

۶ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري، چې د یو حکومتي پلاوي په ترکیب کې ازبکستان ته سفر کړی و، د تاشکند په ښار کې له صنعتي پارک څخه لیدنه وکړه.
دغه صنعتي پارک چې په ۱۰۰ هکتاره ځمکه کې جوړ شوی، په بېلابېلو برخو کې لکه د اوسپنې تولید، د سړو خونو جوړول، او د لمریزو تختو جوړولو په برخه کې فعالیت لري.
ددې لیدنې په ترڅ کې، د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت‌الله بدري او د ترانسپورت او ملکي هوایي چلند وزیر ملا حمیدالله اخندزاده، د کرنې وزیر ملتیا کوله.
د کرنې وزیر له ازبکستاني پانګوالو وغوښتل، چې په خپلو تولیداتو کې د افغانستان له خامو موادو ګټه واخلي، ځکه چې افغانستان له بډایه طبیعي زېرمو څخه برخمن هېواد دی.

بازدید وزیر زراعت از پارک صنعتی در ازبکستان
۶ حوت ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری، وزیر زراعت، آبیاری و مالداری که در ترکیب یک هیئت حکومتی به ازبکستان سفر کرده است، از پارک صنعتی در شهر تاشکند بازدید کرد.
این پارک صنعتی که در مساحت ۱۰۰ هکتار زمین ساخته شده، در بخش‌های مختلف از جمله تولید آهن‌آلات، احداث سردخانه‌ها و ساخت تخته‌های سولر فعالیت دارد.
در این بازدید، ملا هدایت‌الله بدری، وزیر معادن و پترولیم و ملا حمیدالله اخندزاده، وزیر ترانسپورت و هوانوردی ملکی، وزیر زراعت را همراهی کردند.
وزیر زراعت از سرمایه‌گذاران ازبکستانی خواست تا در تولیدات خود از مواد خام افغانستان استفاده کنند، زیرا این کشور دارای منابع طبیعی غنی می‌باشد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۲:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د بدیل معیشت رییس د کوکنارو د بدیل کښت پروژو د څارنې په پار کندز ته سفر وکړ

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بدیل معیشت رییس عبدالخالق محجوب د کاري سفر په ترڅ کې کندز ولایت ته لاړ، څو د کوکنارو د بدیل کښت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۰:۱۷
Background image

د مالدارۍ سکټور پیاوړتیا په پار هڅې؛ د لښکرګاه بولان کې حیواني کلینیک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا امریت له لوري، د مرکز لښکرګاه بولان په سیمه کې یو باب. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۹:۱۷
Background image

د جلال آباد ښار نهمه ناحیه کې د یو چکډېم د جوړولو چارې پیل شوې

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د جلال آباد ښار نهمې ناحیې غازي امان الله ښار ګوټي ترڅنګ د باراني اوبو زېرمه کولو او د ځمکي لاندې اوبو سطحې لوړولو په موخه د درې نیم. . .

بازگشت