د کرنې وزارت د غله‌جاتو د پراختیا رییس غزني ولایت ته سفر وکړ 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۱۴:۱۲
د کرنې وزارت د غله‌جاتو د پراختیا رییس غزني ولایت ته سفر وکړ 

۵ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د غله‌جاتو د پراختیا رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب، د کرنې عمومي وضعیت د ارزولو او د غزني ولایت د ترویج کارکوونکو ته د روزنې ورکولو په موخه د یاد وزارت د یو پلاوي په مشرۍ غزني ولایت ته سفر وکړ.  
د سفر په لړ کې، د کرنې وزارت پلاوي د غزني د کرنې ریاست د ترویج کارکوونکو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او ډاډ یې ورکړ چې یادې ستونزې به ژر تر ژره حل شي.  
همداراز، د سفر پر مهال پلاوي د غزني ولایت د ترویج کارکوونکو ته د نمایشي او ترویجي قطعاتو د جوړولو په اړه یو روزنیز سیمینار هم جوړ کړ، چې پکې دوی ته د دغو قطعاتو د معیاري جوړولو لارې چارې وښودل شوې.


سفر رییس توسعه غله جات وزارت زراعت به ولایت غزنی
۵ حوت ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی محمد اسماعیل شکیب، رییس توسعه غله جات وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به منظور بررسی وضعیت کلی زراعت و آموزش‌دهی کارمندان ترویج ولایت غزنی، در رأس یک هیئت از کارمندان این ریاست به آن ولایت سفر کرد.
در جریان این سفر، هیئت وزارت زراعت مشکلات و پیشنهادات کارمندان ترویج ریاست زراعت غزنی را استماع کرده و به آنان اطمینان دادند که مشکلات شان در اسرع وقت حل خواهد شد.
همچنین، در جریان سفر، هیئت متذکره یک سمینار آموزشی برای کارمندان ترویج ولایت غزنی در خصوص چگونگی احداث قطعات نمایش و ترویجی برگزار کرد و نحوه ساخت معیاری این قطعات را به آنان آموزش دادند.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۱۲:۲۹
Background image

د فراه ولایت په شنو خونو کې د ۱۸ زره کسانو بوختیا

۲۳ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۱ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د فراه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې سږکال شاوخوا ۱۸ زره تنه نارینه او ښځینه د دې ولایت په شنو خونو کې په کار بوخت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۱۰:۲۵
Background image

جوزجان کې د آقچې مسلخ څخه دکرنې وزارت د پلاوي لیدنه

۲۳ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۱ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر په مشرۍ یو پلاوی، د وزارت د مقام د سلاکارانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۲۵
Background image

د هلمند دکرنې رییس؛ د سویابینو کرکېله د هلمند له اقلیم سره برابره ده او نړۍوال بازار لري

۲۳ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۱ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو په لړ کې، د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي همکارۍ د سویابینو. . .

بازگشت