کندهار کې د ناروغیو مخنیوي او صحي غوښې وړاندې کولو په موخه د څارویو د معاینې لړۍ؛ د دامان مسلخ کې څه باندې زر څاروي معاینه شوي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۴:۲۸
کندهار کې د ناروغیو مخنیوي او صحي غوښې وړاندې کولو په موخه د څارویو د معاینې لړۍ؛ د دامان مسلخ کې څه باندې زر څاروي معاینه شوي

۱  کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ آمریت لخوا د دامان ولسوالی په مسلخ کې په تېرو اوو ورځو کې یو زر او ۱۶۷ څاروي معاینه شوي دي. په معاینه شویو څارويو کې ۴۶۰ پسونه، ۶۸۰ وزګړي او ۱۵ غوایي شامل دي. له دې ډلې، ۱۲ څاروي د ناروغۍ له امله د پلورلو وړ ونه ګڼل شول او په بازار کې یې د پلور اجازه ور نه کړل شوه.
د کندهار دکرنې او مالدارۍ ریاست ټینګار کوي، چې هېڅ قصاب ته به اجازه ور نه کړي، چې بې‌کیفیته یا په ناروغیو ککړه غوښه وپلوري. دغه ریاست له ښاریانو غوښتنه کړې، چې له غیر قانوني او بې‌مهره غوښې پېرلو ډډه وکړي، ترڅو د څارویو له لارې د ناروغیو خپرېدو مخه ونیول شي.  
د مالدارۍ مسؤلین وايي، چې د ناروغیو د مخنیوي او د صحي غوښې وړاندې کولو لپاره منظمې معاینې ترسره کوي. تېره اوونۍ هم د ډنډ ولسوالی مسلخ کې څه باندې ۶۳۱ څاروي معاینه شوي وو.
د کندهار د مالدارۍ آمریت د څارویو معاینې لړۍ د ناروغیو د کنټرول او د ښاریانو روغتیا خوندي کولو لپاره مهمه بولي. د دې پروسې په دوام به په کندهار کې د بې‌کیفیته غوښې د پلور مخنیوی وشي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۹ - ۱۶:۴۳
Background image

د دوبي فصل د اصلاح شويو تخمونو د تولید پلان جوړونې ورکشاپ پرانیستل شو


۱۹ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۰ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د دوبي د فصل د اصلاح شويو تخمونو د تولید د پلان جوړونې ورکشاپ د کرنې وزارت د اصلاح شويو تخمونو د تصدیق ریاست په تالار کې د کرنې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۹ - ۱۵:۵۹
Background image

اروزګان کې دغوښینو چرګانو فارمونو څخه څارنه وشوه

۱۹ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۰ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د اروزګان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت اړوند تخنیکي ټیم د روزګان مرکز ترینکوټ کې د غوښینو چرګان. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۹ - ۱۵:۱۴
Background image

افغانستان کې د روسیې فدراسیون سفارت له اقتصادي او سوداګریز رییس سره د کرنې وزارت د مسؤلینو لیدنه


۱۹ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۰ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پانګونې او خصوصي سکتور ودې سلاکار حشمت‌الله شهراني، دخپل کار په دفتر کې په افغانستان کې د روسیې. . .

بازگشت