د کندهار نېش کې یوشمېر بیوزله بزګرانو سره مرسته وشوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۴:۴۷
د کندهار نېش کې یوشمېر بیوزله بزګرانو سره مرسته وشوه


۱۶ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادراې(ایف. اې. او) په مالې او د (ایچ. آر. ډې. اې) مؤسسې په تخنیکي همکاري د کندهار د نېش ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو تر څارنې لاندې د یادې ولسوالی یوشمېر اړمنو بزګرانو سره د کرنیزو تخمونو، کیمیاوي سرو او دکرکیلې اړونده توکو مرسته ترسره شوه.
په دې مرسته کې، هر بزګر ته  د دواپاشۍ ډبه، بیلچه، لور، ستل، رمبې، ګیلاس او د بېلابېلو سبو تخمونو ترڅنګ هر بزګر ته ۲۵ کیلو توره سره او ۲۵ کیلو سپینه سره هم ورکړل شوې ده.
  له یادې مرستې سره به د بزګرانو د کرنیزو حاصلاتو کچه لوړه شي، له کمې ځمکې څخه به زیات حاصل ترلاسه کړي، د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېشل به د دوی په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی رامنځته کړي، چې له امله به بزګران د خپلو اقتصادي اړتیاوو د پوره کولو لپاره له کمې ځمکې څخه هم ښه ګټه پورته کړي.
په ورته وخت کې له دغې مرستې څخه برخمن شوي بزګران هم د کرنې ریاست او یادې ادارې څخه خوښ دی، چې ورسره په اړین وخت کې اړینې مرستې کېږي. 
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د کندهار دکرنې ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي ملاتړ، د نېش ولسوالی ۲ زره ۴۰۰ اړمنو بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سره وېشل شوې وه.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۳:۳۰
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۴۹
Background image

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د قرآن کریم د ترجمې ختم ترسره شو

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د مبارکې روژې له لومړۍ ورځې څخه تر ۲۸مې پورې د قرآن کریم د ترجمې لړۍ په منظم ډول ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۳۲
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې ۶۳۰ کورنیو ته مرستې او د کانالونو رغنیزې چارې بشپړې شوې

۲۶ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ګډې هڅې ملي بشري مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «جیای‌ان» مؤسسې په مالي لګښت، د مومندرې. . .

بازگشت