د ننګرهار کانال شرکت د مالدارۍ فارم د شيدې تولیداتو کچه لوړه شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۰:۴۳
د ننګرهار کانال شرکت د مالدارۍ فارم د شيدې تولیداتو کچه لوړه شوې

۱۶ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار دکانال شرکت چارواکي وايي، چې ددې رياست اړوند د مالدارۍ فارم، د شیدې د تولیداتو کچه د تېرکال په پرتله لوړه شوې ده. دغه فارم د ورځې لسګونه ليټره تازه شيدې توليدو او بازار ته وړاندې کوي. 
د چارواکو په خبره، یاد فارم چې د هډې فارم په ۱۷ جریبه ځمه کې جوړ شوی دی، په دغه فارم کې ۳۰۵ سره څاروي موجود دي، چې په کې غواګانې، خوسکیان او غوایان ... شتون لري، چې له ډلې غواګانو څخه ۵۵ سره غواګانې هره ورځ شېدې ورکوي او د درنو هېوادوالو خدمت ته وړاندې کېږي.
د یاد شرکت د چارواکو په وینا، د فارم څارنه، د حیواناتو مناسب خوراک، او د مالدارۍ دعصري میتودونو کارول د شېدو د ښه تولید او لوړېدواساسي لاملونه دي.
مسوولین زیاتوي، چې په دی میاشت کې به له یاد فارم څخه نږدېلس زره او ۵۰۰ لیتره  شېده ترلاسه او د هېوادوالو خدمت ته به وړاندې شي. 
دوي وړاندې وايي، راتلونکو میاشتو کې به د شیدو تولید نورهم لوړکړي، ددغه شرکت مسوولین زياتوي، د مالدارۍ صنعت ته د ودې ورکولو لپاره نوي ګامونه اخلي، چې موخه يې د مالدارۍ صنعت وده، د لبنياتو تولید لوړول، او د عصري روزنې له لارې د څارویو ساتنه ښه کول دي .
د کرنې او مالدارۍ متخصصینوپه اند، د مالدارۍ صنعت ته وده ورکول کولی شي د اقتصاد پیاوړتیا ته ګټه ورسوي، همدارنګه که حکومت او خصوصي سکتور په ګډه د مالدارۍ صنعت ته پاملرنه وکړي، نو نه یوازې به مالداران ښه عاید ترلاسه کړي، بلکې د سیمې اقتصاد به هم پیاوړی شي.
 اوسمهال په دغه فارم کې بېلابېل فعالیتونه روان دي، چې په کې څلورګونو فارمونو کې شته بڼونو ته حېوانې سرې لېږل، د غوجلو پاکول، منظمه خوراک تهیه او نورې اړينې چارې شامل دي، چې ورسره په دې فارم کې لسګونو کسانو ته دکار زمینه برابره شوې ده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۶:۷
Background image

هېواد کې د وچو مېوو د تولید او کیفیت لوړوالی؛ له کندهار څخه صادرات ۵ زره مټریک ټنو ته رسېږي


۱۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هڅو او پروګرامونو په پایله کې، چې په هېواد کې د وچو مېوو د کیفیت د ښه والي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۱۳
Background image

د څړځايونو د سروې، تشخيص او ارزونې په موخه د کرنې وزارت پلاوی د هېواد شمال زون يو شمېر ولايتونو ته سفر وکړ 

۱۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له‌خوا یو تخنیکي پلاوی د هېواد شمالي ولایتونو (سمنګان، بلخ او سرپل) ته د څړځایونو د سروې، تشخیص او ارزونې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۱۱
Background image

د بلخ شولګرې ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې 

۱۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت د شولګرې ولسوالی په کچه د «اکټېډ» مؤسسې په همکارۍ د ۱۶۰. . .

بازگشت