بامیان او بغلان ولايتونو کې د ځمکو د تثبيت چارې بشپړې شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۳ - ۱۴:۳۸
بامیان او بغلان ولايتونو کې د ځمکو د تثبيت چارې بشپړې شوې

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس صنعت او سوداګرۍ وزارت لپاره د هېواد په کچه په هر ولايت کې د زر جريبه ځمکې د تثبيت او انتقال په پار د صنعتي پارکونو د جوړولو په موخه بامیان او بغلان ولايتونو کې د ځمکو تثبيت چارې بشپړې شوې.
په دغه پروګرام کې، چې د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست لخوا په لاره اچول شوی په داسې حال کې چې د اراضۍ لوی ریاست او د يادو ولايتونو د مختلفو څانګو مسؤلينو ګډون درلود د يادو ځمکو د تثبيت اسنادونه په رسمي بڼه په يادو ولاياتو کې لاسلیک شول چې دغه سندونه به د نورو اجراآتو په موخه مرکز ته واستول شي.
په پای کې د دواړو ولاياتو مسؤلينو ددغه کار د پایلې څخه خوښي څرګنده کړه او دا کار يې د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه د حکم د تطبيق او همدارنګه د هېواد د پرمختګ او سوکالۍ په برخه کې ښه اقدام وباله.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت