د هلمند نوزاد کې د نخودو او کچالو د کرکیلې دودولو په پار هڅې 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۱۲:۲۳
د هلمند نوزاد کې د نخودو او کچالو د کرکیلې دودولو په پار هڅې 

۱۱ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا په نوزاد ولسوالی کې د نخودو او کچالو د کرکېلې دودولو په پار هڅې پیل شوي دي.
په همدې موخه د یادې ولسوالی ١٥ تنو کرونده ګرو ته د کرنې مسؤلینو لخوا، د نخودو او کچالو تخمونه، توره او سپینه سره ووېشل شوه، ترڅو یاد بزګران په خپلو ځمکو کې دغه کرکېله ترسره کړي او د سیمې نور بزګران هم ورڅخه زده کړې ترلاسه کړي.
ددغو مرستو په لړ کې هر بزګر ته ٢٠ کیلو د نخودو تخم، ٥٠ کیلو سپینه او ٢٥ کیلو توره سره، همدارنګه ٥ تنو بزګرانو هر یوه ته ٤٠٠ کیلوګرامه د کچالو تخم، ٥٠ کیلو سپین او ٢٥ کیلو توره سره ورکړل شوي، چې مالي همکاري یې د ډاکار مؤسسې په غاړه ده.
په ورته وخت کې یادو بزګرانو ددغه ډول مرستو څخه خوښي وښوده او په راتلونکي کې یې هم د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۱:۳
Background image

د پکتیکا دوو ولسوالیو کې د خوړو خوندیتوب پروژه رسماً پیل شوه

۱۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د ګومل او جانیخیل په ولسوالیو کې د «هیلتو»موسسې له‌خوا، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیو.اف.پي» په مالي ملاتړ او د پکتیکا د کرنې،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۹:۱۴
Background image

خوست کې د پخوانیو روږدو د ملاتړ او مالدارۍ د پیاوړتیا په موخه وزې وېشل کېږي 

۱۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د حیواني روغتیا او مالدارۍ آمریت مسلکي ډاکټران، ډاکټر میرویس او ډاکټر محمد ایوب، د «اکشن. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۸:۵۶
Background image

سږ کال په هېواد کې له ۴.۵۴ میلیون مټریک ټنو څخه ډېر غنم تولید شوي 

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د احصایې او کرنیزو معلوماتو د ریاست د شمېرو له مخې، سږ کال په ټول هېواد کې ۴.۵۴ میلیون مټریک ټنه غنم تولید شوي، چې له دې ډلې ۴.۱۳ میلیونه مټریک ټنه یې. . .

بازگشت