د پکتیکا وازیخوا ولسوالی کې یوشمېر بزګران وروزل شول

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۱۲:۲۴
د پکتیکا وازیخوا ولسوالی کې یوشمېر بزګران وروزل شول

۱۱ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ناورې کمېټې په همکارۍ ددې ولایت د وازیخوا ولسوالی یوشمېر کروندګرو ته روزنه ورکړل شوه. 
په دغه ولسوالی کې بزګرانو ته غنمو کرلو څخه تر حاصل اخیستو پورې په مختلفو لارو چارو لکه کرنه، اوبولګول، ناروغیو کنترول او رفعه حاصل باندې عملي کرنیزو عملیو، حاصل ټولولو او افاتو د هراړخیز کنټرول په موخه روزنه ورکړل شوه .
د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست هڅه کوي، چې د خپلو متخصصینو پر مټ بزګرانو او بڼوالو ته د ناروغیو او افاتو په اړه پر وخت معلومات وړاندې ترڅو د ناروغیو مخنیوي وشي او بزګران له زیانونو خلاص شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۹:۴۴
Background image

د بیلاروس له «بلاز» فابریکې څخه د افغانستان د اسلامي امارت د پلاوي لیدنه


۲۹ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان د اسلامي امارت پلاوي د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، بیلاروس جمهوریت ته د خپل سفر په ترڅ کې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۹:۳۶
Background image

منسک کې د افغانستان او بلاروس د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د ګډې کمېسیون دویمه غونډه ترسره شوه

۲۹ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش

۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان او بلاروس د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د ګډې کمېسیون دویمه غونډه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۹:۳۰
Background image

ننګرهار کې د ځنګل لرونکو ولسوالیو د ولسونو د ستونزو د حل په موخه ولایتي ګډې کمېټې سیمه ییز سفرونه ترسره کړل


د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت مقام د هدایت پر بنسټ، د ځنګل لرونکو ولسوالیو د ولسونو د ستونزو د معلومولو، د هغوی د غوښتنو اورېدلو او د ستونزو. . .

بازگشت