د کرنې وزارت د اراضۍ رییس د هرات ولايت د ځمکوالۍ څانکې له کارکوونکو سره وکتل 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۴:۱۴
د کرنې وزارت د اراضۍ رییس د هرات ولايت د ځمکوالۍ څانکې له کارکوونکو سره وکتل 

۱۰ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ  رییس مولوي محمود مظلوم او ورسره مل پلاوی يې د هرات ولايت د کرنې رياست د ځمکوالۍ څانګې له آمرينو او کارکوونکو سره وکتل.
په دغه لیدنه کې د اراضۍ لوی رياست يو شمېر مسؤلین، حقوقي او تخنيکي برخې سلاکاران او د هرات ولايت د ځمکوالۍ څانګې  کارکوونکو ګډون درلود.
په پیل کې د هرات ولايت د اراضۍ برخې آمرينو او کارکوونکو د ځمکوالۍ په برخه کې د ترسره شوي اجراآتو، شته ستونزو او همدارنګه په مختلفو برخو کې د يو شمېر اړتياوو په هکله خبرې وکړې.
ورپسې د اراضۍ لوی رییس مولوي محمود مظلوم د یادو کارمندانو د خبرو اورېدو وروسته مربوطه څانګو ته د يادو کارکوونکو د ستونزو د حل په موخه لازمې لارښوونې وکړې او همدارنګه يې له نوموړو سره د هر راز همکارۍ ژمنه هم وکړه.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۳:۴
Background image

ننګرهار کې د ۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د شېدو راټولولو مرکزونه جوړ شول


۲۷ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د افغان ځوانانو خدماتي مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د ښځو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۲:۵۸
Background image

د هلمند د بولان نیالګیو روزنځای کې د پستې کرنه ترسره شوه


۲۷ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د طبیعي سرچینو آمریت له لوري، د طبیعي سرچینو د پراختیا په موخه، د بولان قوریې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۰:۵۰
Background image

د ازبکستان د اوبو د تنظیم ښوونځي او انستیتوت څخه د کرنې وزیر لیدنه


۲۷ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ښار. . .

بازگشت