د کندهار معروف ولسوالی کې زرګونه بزګران وروزل شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۱:۶
د کندهار معروف ولسوالی کې زرګونه بزګران وروزل شول

۱۰ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي او د «او،اچ،ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د معروف ولسوالی دوه زره بزګرانو ته څلور ورځنۍ روزنیز پروګرام په لاره اچول شوې وه.
دغو بزګرو ته د غنمو د کرنې لپاره د ځمکې جوړول، د تخم کرل، اوبه لګول، د هرزه وښو او ناروغیو مخه نیول، د حاصلاتو راټولول او نور اړین معلومات د مسلکي کسانو لخوا ورکول کېږي.
د دې روزنې موخه د بزګرانو د کرنې کیفیت لوړول، د پرمختللو میتودونو څخه ګټه اخیستل، له کمو مځکو څخه د لوړو حاصلاتو ترلاسه کول، د کښت حاصلاتو زیاتول، د کیمیاوي سرو مناسب استعمال، او د آفتونو او ناروغیو په وړاندې مبارزه کول ښودل شوي دي.
یاده دې وي، چې دغو روزل شویو بزګرانو ته یوه اوونۍ مخکې د اصلاح شویو غنمو تخمونه او کیمیاوي سرې هم وېشل شوې وې، ترڅو د روان کال لپاره کرنه په اغېزمنه توګه ترسره کړي.
باید وویل شي، چې تر دې وړاندې د کندهار د غورک او ژړۍ ولسوالیو کې هم درې زره بزګرانو ته د غنمو کرنې، کیمیاوي سرې مناسب استعمال او دې ته ورته برخو کې روزنه ورکړل شوې وه.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۱:۳
Background image

د پکتیکا دوو ولسوالیو کې د خوړو خوندیتوب پروژه رسماً پیل شوه

۱۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د ګومل او جانیخیل په ولسوالیو کې د «هیلتو»موسسې له‌خوا، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیو.اف.پي» په مالي ملاتړ او د پکتیکا د کرنې،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۹:۱۴
Background image

خوست کې د پخوانیو روږدو د ملاتړ او مالدارۍ د پیاوړتیا په موخه وزې وېشل کېږي 

۱۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د حیواني روغتیا او مالدارۍ آمریت مسلکي ډاکټران، ډاکټر میرویس او ډاکټر محمد ایوب، د «اکشن. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۸:۵۶
Background image

سږ کال په هېواد کې له ۴.۵۴ میلیون مټریک ټنو څخه ډېر غنم تولید شوي 

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د احصایې او کرنیزو معلوماتو د ریاست د شمېرو له مخې، سږ کال په ټول هېواد کې ۴.۵۴ میلیون مټریک ټنه غنم تولید شوي، چې له دې ډلې ۴.۱۳ میلیونه مټریک ټنه یې. . .

بازگشت