دهلمند بولان مرکزي قوریه کې ٥٠زره قلمې کښېنول شوې
۱ سلواغه ۱۴۰۳ه.ش
۲۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه.ق
دهلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، ددې ولایت د طبیعي سرچینو آمریت اړوند بولان مرکزي قوریه کې د زینتي بوټو او انځرو ٥٠زره اصلاح شوې قلمې کښېنول شوې.
دغه اصلاح شوي قلمې چې پکې د ګلاب ګل، چمبیلی، دوربینه، شمشاد او انځر شامل دي، په پلاستیکي تونلونو کې د مسلکي کارکوونکو لخوا روزل کېږي، چې راتلونکي کې به باکیفیته اصلاح شوي نیالګي ورڅخه په لاس راشي.
دهلمند ولایت د کرنې ریاست هڅه کوي، چې د نیالګیو په همدې روزنځای کې د هلمندي بزګرو لپاره د ارزښت لرونکو مېوه یي نیالګیو په اصلاح او ترویج کار وکړي ترڅو ددې ولایت د بڼوالۍ په برخه کې نوښت رامنځته شي.