کندهار کې د ناروغیو مخنیوي او صحي غوښې وړاندې کولو په موخه د څارویو د معاینې لړۍ؛ د ډنډ مسلخ کې څه باندې ۱۱۰۰ څاروي معاینه شوي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۲ - ۱۳:۵۰
کندهار کې د ناروغیو مخنیوي او صحي غوښې وړاندې کولو په موخه د څارویو د معاینې لړۍ؛ د ډنډ مسلخ کې څه باندې ۱۱۰۰ څاروي معاینه شوي

۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ھ.ش
۱۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق 
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ آمریت لخوا د ډنډ ولسوالی په مسلخ کې په تېرو اوو ورځو کې یو زر او ۱۱۷ څاروي معاینه شوي دي. په معاینه شویو څارويو کې ۴۸۵ پسونه، ۵۵۱۹ وزګړي او ۷۲ غوایي شامل دي. له دې ډلې،۹ څاروي د ناروغۍ له امله د پلورلو وړ ونه ګڼل شول او په بازار کې یې د پلور اجازه ور نه کړل شوه.
د کندهار دکرنې او مالدارۍ ریاست ټینګار کوي، چې هېڅ قصاب ته به اجازه ور نه کړي، چې بې‌کیفیته یا په ناروغیو ککړه غوښه وپلوري. دغه ریاست له ښاریانو غوښتنه کړې، چې له غیر قانوني او بې‌مهره غوښې پېرلو ډډه وکړي، ترڅو د څارویو له لارې د ناروغیو خپرېدو مخه ونیول شي.  
د مالدارۍ مسؤلین وايي، چې د ناروغیو د مخنیوي او د صحي غوښې وړاندې کولو لپاره منظمې معاینې ترسره کوي. تېره اوونۍ هم په همدې مسلخ کې څه باندې ۱۱۶۴ څاروي معاینه شوي وو.
د کندهار د مالدارۍ آمریت د څارویو معاینې لړۍ د ناروغیو د کنټرول او د ښاریانو روغتیا خوندي کولو لپاره مهمه بولي. د دې پروسې په دوام به په کندهار کې د بې‌کیفیته غوښې د پلور مخنیوی وشي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۵۰
Background image

ننګرهار کې له ۲٤ بزګرانو سره د شفتلو اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سرې او کرنیزو وسایلو مرسته وشوه

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۴۹
Background image

کونړ کې د ۲۷ میلیونو افغانیو په ارزښت د معیشت او ځنګلدارۍ پروژه پلي کېږي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د آسیا  ټولنې د پراختیا مؤسسې  مسؤلینو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو له مرستیال مولوي بازمحمد فیضان سره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۴
Background image

پکتیکا کې د انګورو حاصلات څلور سلنه زیات شوي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله څلور. . .

بازگشت