د سروبي ولسوالۍ د اوبو لګولو پروژو څخه څارنه وشوه  

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۰ - ۱۳:۰

۲۰ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ د کرنیزو چوپړتیاوو عمومي مدیریت په همکارۍ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د طبیعي سرچینو آمریت څخه راغلي تخنیکي ټیم انجینرانو د روپانې بنسټ له لوري د فرمانبیک په حوزه کې د جوړېدونکو کانالونو او اوبو ذخیرو د پروژو څارنه وکړه.  
د یادو پروژو موخه د اوبو لګولو سیستمونو ښه والی، د کرنیزو ځمکو تولید زیاتول، او سیمه‌ییزو بزګرانو ته د اسانتیاوو برابرول دي. د څارنې پر مهال د تخنیکي ټیم لخوا اړینې سپارښتنې وشوې، ترڅو پروژې په ټاکلي وخت او معیاري ډول بشپړې شي.  
د اوبو لګولو دا پروژې د سیمې کرنیز پرمختګ لپاره مهمې ګڼل کېږي، چې د بزګرانو د ژوند په ښه کولو او د اوبو د اغېزناک مدیریت په برخه کې رغنده رول لري.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۰:۲۶
Background image

دهلمند ولایت مارجې ولسوالی کې یوشمېر بزګران وروزل شول

۲۴ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت  د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مارجې ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مدیریت مسؤلینو له‌ خوا لسګونو بزګرانو ته د سبو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۰:۲۵
Background image

صنعتي پانګه‌والو ستونزو ته د حل ډاډ؛ د ننګرهار وادي کرنيز شرکت اجرائيوي رییس له فابریکو لیدنه وکړه

د ننګرهار وادي کرنيز شرکت اجرائيوي رییس سید محمد نعیم محمدي د کرنې، مالدارۍ او تولیداتو خونې له رییس الحاج اجمل رحماني سره یوځای د هډې فارم دویم بلاک کې د دې شرکت پر ځمکه جوړو شویو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۰:۲۲
Background image

لغمان کې د ۱۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت څلور د کبانو تولیدي فارمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې "اف اې او" په مالي ملاتړ، د قرغیو ولسوالی په چهارباغ سیمه کې څلور د کبانو تولیدي فارمونه. . .

بازگشت