د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په ۶۵۰ هکتاره زیتون بڼونو کې د ښاخونو پرې کولو لړۍ پیل شوه  

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۵ - ۱۱:۵۹
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په ۶۵۰ هکتاره زیتون بڼونو کې د ښاخونو پرې کولو لړۍ پیل شوه  

۱۵ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د کرنیزو او تخنیکي چارو ریاست په وینا، په ۶۵۰ هکتاره زیتون بڼونو کې د شاخبري لړۍ پیل شوې ده.
د کرنیزو چارو ریاست مسؤولین وایي، په ۱۰۰ هکتاره زیتون بڼونو کې اساسي شاخبري او په ۵۵۰ هکتاره بڼونو کې اصلاحاتي شاخبري ترسره کېږي. دغه لړۍ د درېیم فارم څخه پیل شوې، چې په ټولو څلورګونو فارمونو کې به تطبیق شي او تمه ده چې په یوه میاشت کې بشپړه شي.  
د کرنیزو او تخنیکي چارو رئیس، انجینر محمد جمیل خوشحال وویل، د زیتون ونو شاخبري نه یوازې د ونو ظاهري بڼه ښکلې کوي بلکې د مېوو تولید او ټولولو بهیر اسانه کوي. نوموړي زیاته کړه، چې د دې پروسې له لارې وچې او بې ګټې څانګې لرې کېږي، د کالبري د ناروغۍ مخنیوی کېږي او ونې ته کافي هوا او لمر رسېږي، چې د حاصلاتو په زیاتوالي کې مرسته کوي.  
مسؤولینو وویل چې د شاخبري لړۍ په پایله کې تمه کېږي، چې د راتلونکو کلونو زیتون حاصلات د اوسني کال په پرتله څو برابره زیات شي.  
د شاخبري لړۍ د کرنیزو او تخنیکي چارو رئیس، د پلان آمر، د درېیم فارم مسؤولینو، انجنیرانو او د خرڅلاو آمر په ګډون د نورو چارواکو په شتون کې رسماً پیل شوه. ننګرهار د زیتون بڼونو لپاره یو مهم ولایت دی او د دې لړۍ موخه د حاصلاتو زیاتول او د زیتون صنعت پراختیا ده.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۵:۳۴
Background image

کابل ولایت د للندر (شاتوت) د اوبو بند لاندې د ځمکو د استملاک او بیې ایښودنې چارې په چټکۍ روانې دي


‏۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق‏
‏د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو ریاست اړوند د ارزونې، استملاک او بیامېشتدنې ریاست د تخنیکي ټیمونو لخوا د کابل ولایت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۵:۳۱
Background image

فراه کې د شنوخونو د مدیریت روزنیز پروګرام پیل شو

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د «واسا» مؤسسې په همکارۍ، د شنوخونو د مدیریت په برخه کې ۸۰ تنو ته پنځه ورځنۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۵:۲۴
Background image

لغمان کې د کرنې او مالدارۍ پراختیا په پار سکتوري غونډه ترسره شوه


۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا، په دې ولایت کې د سکتوري ادارو او ټولو هغو مؤسسو د استازو په ګډون سکتوري غونډه ترسره. . .

بازگشت