لغمان کې د سویابینو حاصلاتو راټولولو لړۍ پیل شو

content_admin
شنبه ۱۳۹۸/۸/۲۵ - ۱۵:۱۲
لغمان کې د سویابینو حاصلاتو راټولولو لړۍ پیل شو

۲۵ لړم ۱۳۹۸
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رایاست د تغذیې او زده کړې نړیوالې موسسې «NEI» په همکارۍ ددې ولایت د مرکز مهترلام او الینګار ولسوالۍ پر یوشمېر بزګرانو د سویابینو اصلاح شوي تخمونه وېشلې وه او د یاد سیمو په شاخوا ۲۱۸ جریبه ځمکه کې سویابین کرل شوي، چې دا مهال یې د حاصلاتو راټولو لړۍ پیل شوې ده. د لغمان د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې له دغو کروندو څخه ۱۲۲.۰۸ مټریک ټنه سویابین ترلاسه شوي دي.

تر دې وړاندې هم د لغمان د کرنې ریاست په همکارۍ د لغماني کروندګرو له خوا په دې ولایت کې د سویابینوکرکېله شوې وه، چې بزګرو ورڅخه د قناعت وړ حاصلات ترلاسه کړل. څېړنو ښودلې چې لغمان ولایت کې دسویابینو کښت ښه حاصل ورکوي.

د لغمان د کرنې ریاست هڅه کوي، چې هلمند کې سویابین ترویج کړي او راتلونکو کلونو کې دالړۍ نوره هم وغځوی او د ولایت په کچه ترې ټول ځمکوال برخمن کړي.

سویابین بشپړه پروتیني او مغذي مواد لري او د کورنیو په روغتیا په ځانګړي ډول د ماشومانو د خوارځواکۍ په مخنیوی کې رغنده رول لري.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۱:۵۲
Background image

د خوست ولایت تڼیو ولسوالی کې د ځنګلونو ساتنې او خوړو خوندیتوب لپاره ۵۰ لمریز پخلنځي ووېشل شول

۹ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د طبیعي سرچینو آمریت او د اړیکو دفتر په مالي همکارۍ، د تڼیو ولسوالی په کمکې ماڼې سیمه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۱:۴۶
Background image

هډې فارم کې د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د امو د حاصلاتو بریالی فصل

۹ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
هډې فارم پورې اړوند د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د ثمرخېلو قوریه کې د ام (مېنګو) بوټو وده سږ کال د پام وړ وه، او حاصل یې په بریالیتوب سره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۱:۴۴
Background image

کندهار کې د هندواڼو، خټکیو او انګورو سږني حاصلات د پام وړ زیات شوي

۹ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت د معلوماتو له مخې، سږ کال په دغه ولایت کې د هندواڼو، خټکیو او انګورو حاصلات. . .

بازگشت