د خوست ولایت فموکیشن مرکز څخه لیدنه وشوه  

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۱:۲۹
د خوست ولایت فموکیشن مرکز څخه لیدنه وشوه  

۶ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمر مولوي اسلم خان منیب او د ترویج کارمند نظیف الله د فموکیشن مرکز څخه لیدنه وکړه.
په یاد مرکز کې پر هغو مېوو او سبزیجاتو چې بهر ته صادرېږي، کیمیاوي درمل کارول کېږي، ترڅو د فنګسي ناروغیو انتقال مخه ونیول شي. دغه پروسه د سوداګرو او بزګرانو لپاره په نړیوال بازار کې د باور ساتلو او په ښه بیه د محصولاتو د پلور تضمین کوي.
مولوي منیب د مرکز فعالیتونه مثبت او منظم وارزول، شته اسانتیاوې یې کافي وبللې، او د لږو موجودو نیمګړتیاوو د حل لپاره یې اړینې لارښوونې وکړې.
یادونه کېږي چې د فموکیشن مرکز موخه د صادراتي مېوو او سبزیجاتو کیفیت ساتنه او د سوداګرۍ نړیوالو معیارونو پوره کول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت