د کندهار نېش کې یو چکډېم او ۱۵۰۰ څاګانې جوړېږي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۵ - ۱۰:۴۰
د کندهار نېش کې یو چکډېم او ۱۵۰۰ څاګانې جوړېږي

د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې د دغه ولایت د نېش ولسوالی کې د یوه چکډېم او ۱۵۰۰ څاګانو د جوړېدو چارې پيل شوې.
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی فضل الباري فضلی وویل، چې یاد چکډېم او ۱۵۰۰څاه ګانې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د بشري خیریه مؤسسې «او،اچ،ډبلیو» په تخنیکي همکارۍ د ۴۰ ورځو په ترڅ کې جوړېږي، چې د کار په پیل سره یې د ۴۰ زره ډالرو په ارزښت ۲۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده، چې په ترڅ کې یې هر کاریګر ته ۲۰۰ ډالر ورکول کېږي.
ښاغلی فضلي وویل، چې یاد چکډېم به د ژمي د اورښتونو اوبه زېرمه کړي، چې په پایله کې به د لوړ نېش ولسوالی د ځمکې لاندې اوبو کچه لوړه شي. دې سره به د سیمې زرګونو بزګرانو او مالدارانو ته د اوبو دوامداره او خوندي لاسرسی ممکن او د کرنې او مالدارۍ په چارو کې به یې ستونزې په مؤثره توګه حل شي.
په ورته وخت کې نېش ولسوالی اوسېدونکي د اسلامي امارت له دې نوښت څخه خوښ دي او وايي، چې د یاد چکډېم او څاګانو په جوړېدو سره به د اوبو په برخه کې د دوی ډېرې ستونزې حل شي.
باید وویل شي، چې د کرنې وزارت له خوا د هېواد په کچه د ۱۳۸ چکډېمونو رغنیزې چارې پیل شوي دي، چې ډېری یې بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
د کرنې برخې شنونکي بیا وايي، چې دا ډول پروژې نه یوازې د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي لامل ګرځي، بلکې د سیمې د اوسېدونکو اقتصاد ته هم مثبت بدلون ورکوي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۳:۲۲
Background image

په ۱۴۰۴ کال کې د هېواد په کچه د شولو د کرکیلې سیمه او د وريجو تولید زیات شوی

۱ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو ریاست د راپور له مخې، په ۱۴۰۴ کال کې د هېواد په کچه د شولو د کرکېلې سیمه او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۳:۲۱
Background image

بولدک فرضي کرښې له لاري پاکستان ته د زرګونه پسونو د قاچاق مخه نیول شوې

۱ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند، د مالدارۍ آمریت چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۳:۱۸
Background image

دهلمند موسی کلا کې سلګونه کاریګرو او بزګرانو ته نغدې مرسته ووېشل شوه

۱ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا، د موسی کلا ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مدیریت تر چتر لاندې، دبشري مرستو مؤسسې له لوري. . .

بازگشت