د کندهار کرنې او مالدارۍ د پیاوړتیا لپاره ۱۳ سترې او وړې پروژې پلي کېږي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۸ - ۱۰:۱۱
د کندهار کرنې او مالدارۍ د پیاوړتیا لپاره ۱۳ سترې او وړې پروژې پلي کېږي

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په نوښت، د اقتصاد ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د نړۍوال پراختیایي ټولنې په مالي ملاتړ او د (ډې، آر، سې) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د کندهار په ولایت کې ۱۳ سترې او وړې پروژې پلي کیږي. 
یادې پروژې به د کندهار په ۱۱ ولسوالیو کې د چکډېمونو جوړولو، استنادي دېوالونو جوړولو، د اوبو مهار بندونو جوړولو او نورو برخو کې پلي شي.
 ددغو پروژو د بریالي تطبیق لپاره یوه هر اړخیزه سروې ترسره شوه. دکندهار دکرنې ریاست د طبیعي زېرمو آمریت مسؤلین وایي، چې دغه سروې د آمریت اړوند تخنیکي انجنیرانو، انجنیر روح الله روحانې او انجنیر سلیمان څاګر له لورې د پنجوایي، خاکریز، لوړ میوند، کښته میوند، ډنډ، ژړۍ، کښته شاولیکوټ، غورک، دامان، معروف او سپین بولدک ولسوالیو کې ترسره شوه.
 په دې سروې کې د مؤسسې استازي او د ولسوالیو استازي هم ګډون درلود. د سروې اصلي موخه د چکډېمونو، استنادي دېوالونو او مهار بندونو لپاره اغېزمن او ستراتیژیک ځایونه په نښه کول وو، ترڅو د دې پروژو په تطبیق سره د کندهار د کرنې او مالدارۍ سکتور نور هم پیاوړی او پرمختللی شي.
د دې پروژو له لارې به بزګرانو ته د اوبو د سطحې لوړولو، د اوبو د ضایع کېدو مخنیوي او د اوبو د اغېزمنې مدیریت زمینې برابرې شي. سربېره پر دې، یادې پروژې به ځایي اوسیدنکو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کولو له لارې د دوی اقتصادي ودې ته زمینه برابره کړي.
باید وویل شي، چې د دغو پروژو عملي چارې په ۲۰۲۵ کال کې پیلېږي، چې د کندهار په ۱۱ ولسوالیو کې به پلي شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۳
Background image

کونړ کې د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د همغږۍ او پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې سکتوري غونډه د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ارزونې، د روانو. . .

بازگشت