فراه کې وړوشخوند وهونکوڅارویو ته د طاعون ناروغۍ د مخنیوي پروړاندې د واکسین کمپاین پیل شو
۱۵ لېندۍ ۱۴۰۳ه.ش
۴ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه.ق
د فراه دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږي، د او،آر،ډي موسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي مرسته د دي ولایت څلور ولسوالیو «لاش جوین، اناردره، شیب کوه او پرچمن» په ولسوالیو کې هغو ۳۲۰۰ مالدارانو ته چې د دوی څارویو د تغذې لپاره څه وخت وړاندې حیواني خوراکه وېشل شوې وه دیادو مالدارانو وړوڅارویو(وزو- پسونو)ته دطاعون واکسین کمپاین پیل شوی.
دیاد کمپاین په لړ کې به ۲۶۰۰۰ واړه شخوندوهونکي څاروي( وزې او پسونه) واکسین شي.
ددې کمپاین موخه د طاعون ناروغۍ مخنیوی او په ټوله کې د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.