د کرنې وزارت کړنې وارزول شوې

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۲۱ - ۹:۵۸
د کرنې وزارت کړنې وارزول شوې

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وضعیت د ارزونې په اړه د غونډو په دوام، نن ماښام د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ غونډې د دغه وزارت کړنې او بنیادي اصلاحاتو پلان وارزاوه.

په دغه غونډه چې په ارګ کې وشوه، په پیل کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولینو د دغه وزارت د وضعیت د ښه والي په اړه د خپلو کړنو راپور او پلان وړاندې کړ.

دوی د کرنې وزارت د لنډمهالې، منځ مهالې او اوږدمهالې دورنما له هغې جملې د کرنې د ودې او تولیداتو د زیاتوالي، له کروندګرو سره د لا زیات کار، د اوبولګولو بندونو د جوړولو، د کرنې ميکانیزه کولو، د کرنې پر ستراتېژۍ د کار، د کرنې د عوایدو د زیاتوالي، د کرنیزو محصولاتو صادارتو ته د پاملرنې او وارداتو د کمولو په اړه خپل لیدلوري او نظریات بیان کړل.

جمهوررئیس غني د دوی د خبرو او یاد پلان تر اورېدو وروسته وویل، د کرنې د ودې په خاطر باید په هېواد کې د خپلو اهدافو د تطبیق لپاره څارنه زیاته شي.

هغه د کرنیزو محصولاتو د وارداتو لپاره پر بدیلې طرحې ټینګار وکړ او وې ویل، افغانستان په اتو اقتصادي زونونو بدلېږي او باید د بندونو پر جوړولو او د اوبو پر عادلانه وېش لا زیات تمرکز وشي.

جمهوررئیس وویل پر ځنګلونو باید اساسي کار وشي او د ځنګلونو د زیاتوالي لپاره دې یو منظم سیستم ایجاد شي، همدارنګه دې د کرنې د ودې لپاره پر پنځه کلن پلان کار وشي او د کرنې دودیزه ډول دې پر اساسي او میکانیزه ډول بدل شي.

جمهوررئیس غني د کرنې په برخه کې د پانګونې پر جذب په ټینګار وویل، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت باید له کابل محورۍ او پر بهرنیو مرستو له وابستګۍ راووځي.

د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه، د کرنیزو محصولاتو پر ځنځیري ارزښت دې پانګونه وشي چې کرنیز تولیدات زیات شي، همدارنګه دې د کرنې په برخه کې خصوصي سکتور شامل شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت