پکتیکا کې ۲۵۰ کورنیو لپاره د چرګانو روزنې واړه فارمونه جوړ شول

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۰ - ۱۵:۱۳
 پکتیکا کې ۲۵۰ کورنیو لپاره د چرګانو روزنې واړه فارمونه جوړ شول

۲۰ لړم ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت؛ د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې «NHLP» له خوا د بېوزله کورنیو د ملاتړ په لړ کې داځل د پکتیکا یوسف خیلو ولسوالۍ کې ۲۵۰ بېوزله کورنیو لپاره د هګیو چرګانو ۳۰ قطعه یې فارمونه جوړ شول.
د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې پر دغو ۲۵۰بېوزله کورنیو پر هرې کورنۍ ۳۰ د هګیوچرګان، د چرګانو خوراکي توکي، واکسینونه، درمل او نور اړین توکي وېشل شوي دي.
ددې پروژې له پلي کولو څخه موخه په پکتیکاولایت کې د چرګانو روزنې صنعت ته پراختیا ورکول، په کور دننه مېرمنو ته د کار زمینه برابرول، د کورنیو د خوړو خوندیتوب او له دې لارې د بېوزله کورنیو اقتصادي پیاوړ تیا ده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت