د شمالي ولايتونو د څړځايونو د تشخيص او تثبيت لپاره د ټيمونو د استولو په پار غونډه دائره شوه 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۱۴:۱۲
د شمالي ولايتونو د څړځايونو د تشخيص او تثبيت لپاره د ټيمونو د استولو په پار غونډه دائره شوه 

۲۳ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی رياست په مقام کې د ځمکو چارو لوی رییس مولوي محمود مظلوم، د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو لوی رییس مولوي عبدالاحد خلیل، د ارزونې، استملاک او بیا مېشتېدنې رییس مولوي حضرت محمد طيب، د څړځايونو رییس سيد خالد صاحب زاده او د اراضۍ ادارې يو شمېر سلاکارانو په کډون دهېواد په کچه د شمالي ولایتونو د څړځایونو د تشخیص او تثبیت په پار د ټیمونو استولو په پار غونډه دائره شوه.
په پیل کې د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رییس مولوي محمود مظلوم د هېواد شمالي ولايتونو ته د څړځايونو د تشخيص او تثبيت په موخه د ټيمونو د استولو په اړه خبرې وکړې او ټولو مسؤلينو ته يې لارښوونه وکړه، چې د دغه کار د پلي کولو په پار بايد چې ټيمونه ژر تر ژره دغه ولايتونو ته سفر وکړي.
ښاغلي مظلوم وويل: «د دغې پروسې د ښه پلي کېدو لپاره هر څومره تخنيکي وسايل لکه کمپیوټر، پرنټر او داسې نورو تجهيزاتو ته اړتیا وي مخکې له سفر څخه دې موضوع د اراضۍ لوی رياست سره شريک شي تر څو دا ټول امکانات د ټيمونو لپاره برابر شي.»
ورپسې د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو لوی رییس مولوي عبدالاحد خلیل هم د اراضۍ لوی رییس د خبرو په تاييد د يادې موضوع په تړاو خبرې وکړې او په دغه برخه کې له مسؤلينو سره خپل نظر شریک کړ.
د يادونې ده، چې دغه ملي پروسه فاریاب ولایت کې په بشپړه توګه سرته رسېدلې او دا لړی به په پيل کې د هېواد شمالي ولايتونه او وروسته به ټولو ولایتونو کې تطبيق شي.
ورپسې د اراضۍ لوی رياست د ارزونې، استملاک او بیا مېشتېدنې رییس مولوي حضرت محمد طيب، د کرنې وزارت د څړځايونو رییس سيد خالد صاحب زاده او د اراضۍ لوی رياست حقوقي او تخنيکي برخې سلاکارانو په خپل وار د دغه پروګرام د ښه تطبيق او همدارنګه په فارياب ولايت کې د يادې پروسې د پايلې په هکله هم خبرې وکړې.
په پای کې د اراضۍ لوی رییس مولوي محمود مظلوم د تخنيکي وسايلو ترڅنګ يې د ټيمونو لپاره د نقليه وسایطو او همدارنګه د هغو لپاره د اوسېدلو د ځای د برابرولو په برخه کې هم د همکارۍ ژمنه وکړه او  له ټولو مسؤلينو څخه يې وغوښتل، چې د ټيمونو د استولو څخه مخکې که اړتيا ليدل کيږی یاده پروسه کې ښکېل ټولو کارکوونکو ته د سمينار په ورکولو سره د هغو د تجربو د لوړلو په برخه کې هم هڅې وشي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۳
Background image

کونړ کې د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د همغږۍ او پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې سکتوري غونډه د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ارزونې، د روانو. . .

بازگشت