لوګر کې د اوبولګولو د دوو شبکو د بیارغولو چارې روانې دي

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۶ - ۱۵:۲۱
لوګر کې د اوبولګولو د دوو شبکو د بیارغولو چارې روانې دي

۶ لړم ۱۳۹۸
د لوګر ولایت د پادخواب په سیمه کې د میر سید محمد ولي او مزار د اوبولګولو د شبکو د بیارغولو چارې په چټکۍ سره رواني دي، چې ډېر ژر به یې د بیارغولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. د اوبولګولو د یادو دواړو شبکو ټولیز اوږدوالی ۱۲.۷ کیلو مترو ته رسیږي.

د اوبولګولو دغه شبکې نږدې ۹۰۰ هکټاره ځمکه خړوبوي او زرګونه تنه له دغو شبکو څخه ګټه پورته کوي.

دمګړۍ د دې شبکې د بیارغولو په چارو کې هره ورځ یو شمېر سیمه ییز کارکوونکي په کار بوخت دي او په پام کې ده چې، ډېر ژر یې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د اوبولګولو د دغو شبکو په جوړېدو سره
۴۰ سلنه د اوبو د ضایعاتو مخه نیول کیږي او د کرنیزو محصولاتو د ۲۰ سلنې زیاتوالي سبب هم کیږي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۳۱
Background image

پکتیا: پر سلګونو مالدارانو د څارویو خوراکې توکي ووېشل شول

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او»  په مالي ملاتړ او د افغان ځوانانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۹
Background image

د خوست تڼیو ولسوالی کې د چهارمغزو نیالګیو د کېنولو پروژې چارې پیل شوې

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې په تمویل، د خوست ولایت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۶
Background image

هلمند کې د چرګانو پالنې سکټور د ستونزو دحل په پار غونډه دایره شوه

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یاد ریاست د مالدارۍ آمر حافظ هدایت‌الله هدایت، د کرنې، اوبو لګولو او. . .

بازگشت