اروزګان کې د وړیو راټولولو۱۶ مرکزونه جوړ شوي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۷ - ۱۰:۵۲
اروزګان کې د وړیو راټولولو۱۶ مرکزونه جوړ شوي

۷ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د اروزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالداري ریاست اړوند د مالداري او حیواني روغتیا آمریت کارکوونکو لخوا، د «ډي، سي، اې» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت دمرکز ترڅنګ د۴  ولسوالیو یوشمېر مالداران د څارویو د وړيو راټولولو او سرت بندۍ  په برخه کې روزل شوي دي.
د اروزګان دکرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې ولایت مرکزترینکوټ ترڅنګ دخاص اروزګان ، دهراود ،چوره اوچنارتو ولسوالیو کې دوړیو راټولولو په پار ۱۶ مرکزونه جوړ شوي دي، چې ددغو مرکزونو اړوند مالدارانو ته د وړیو راټولولو او سرت بندۍ په برخه کې د روزنیزو پروګرامونو لړۍ پیل شوې ده.
ددغو روزنیزو پروګرامو په لړکې مالدارانو ته د څارویو د وړیو راټولولو، سرت بندۍ او دوړيو راټولونکو او بازار ترمنځ د اړیکو ټینګولو په برخه کې روزنه ورکول کېږي.
په ورته مهال ګډونوالو د عامه پوهاوی له یادې پروسې څخه خوښي وښوده او راتلونکي کې یې هم د اروزګان د کرنې ادارې څخه په دې برخه د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۱۶:۳۳
Background image

د کرنې وزارت د اراضۍ رياست لخوا شهيدانو او معلولينو چارو وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

۲۴ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعيد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۱۶:۳۲
Background image

د کندهار درېیو ولسوالی کې د شېدو راټولولو پر۴ مرکزونو اړین توکي ووېشل شوې

۲۴ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د مالدارۍ آمریت تر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۱۶:۲۸
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال: نړۍواله ټولنه باید د افغانستان په اړه د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې ژمنې عملي کړي

۲۴ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت  دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني  له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې. . .

بازگشت