د کرنې او مالدارۍ مرستیال د پنجشېر له والي سره وکتل

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۱ - ۱۴:۱۸
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د پنجشېر له والي سره وکتل

۲۱ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني پنجشېر ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د پنجشیېر ولایت له والي محمد اغا حکیم سره وکتل.
مولوي صدراعظم عثماني د پنجشېر له والي سره په کتنه کې وويل: «د پنجشېر ولايت د اوبو له پلوه بډای ولایت دى، بايد د ځنګلونو د بیارغونې او کرنې په برخه کې ترې په اغېزمنه توګه ګټه پورته شي.»
په همدې حال کې دپنجشير ولايت والي دهېواد دکرنې او مالدارۍ په برخه کې دکرنې وزارت له هلوځلو څخه قدرداني وکړه او دکرنې له وزارت څخه يې دپنجشير ولايت ته دزياتې پاملرنې غوښتنه وکړه .
د دی لیدنه په ترڅ کې دکرنې وزارت د کرنیزو څېړنو د انسټیټوت لوی رییس مولوي نصرت الله طلحه، د کرنیزو تخمونو د تصدیق ورکونې رییس مولوي صدیق الله رحماني، د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رییس مولوي مصباح الدین مستعین، د دعوت او ارشاد رییس مولوي مفتاح الدین متقي، دکرنې او مالدارۍ مرستیال سلاکار مولوی طالب جان ذکي او یو شمېر محلی چارواکو هم حضور درلود.
معین زراعت و مالداری با والی پنجشیر دیدار کرد
۲۱ جوزا ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در جریان سفر به ولایت پنجشیر با محمد آغا حکیم والی ولایت پنجشیر دیدار نمود.
مولوی صدراعظم عثمانی در دیدار با والی پنجشیر گفت:« ولایت پنجشیر سرشار از آب فراوان است باید در بخش احیای جنگلات و زراعت از آن استفاده موثر صورت گیرد».
در همین حال والی ولایت پنجشیر از تلاش‌های وزارت زراعت در سکتور زراعت و مالداری کشور قدر دانی کرده و خواهان توجه بیشتر وزارت زراعت به ولایت پنجشیر شد
در جریان این دیدار مولوی نصرت الله طلحه رئیس عمومی انستتیوت تحقیقات زراعتی، مولوی صدیق الله رحمانی رئیس تصدیق دهی تخم‌های بذری مولوی مصباح الدین مستعین رئیس اطلاعات و آگاهی عامه، مولو مفتاح الدین متقی رئیس دعود و ارشاد و مولوی طالب جان ذکی مشاور معین زراعت و مالداری  وزارت زراعت و شماری از مسوولان محلی حضور داشتند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۶:۰
Background image

د خوست د کرنې ریاست د ۱۴۰۴ مالي کال د عوایدو راټولولو په برخه کې دویم مقام خپل کړ

۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ۱۴۰۴ مالي کال په اوږدو کې د عوایدو راټولولو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنه تر لاسه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۵۸
Background image

د میدان وردګو جغتو کې یوشمېر بزګران وروزل شول

 ۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مسلکي کارکوونکو له خوا د دې ولایت د جغتو ولسوالی یوشمېربزګران د غنمو د کرکیلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۳۵
Background image

د کندهار دکرنې ریاست او انسټو پوهنتون ترمنځ دګډې همکارۍ په پار ناسته وشوه

۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالرشید منیب او د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژي ملي پوهنتون رییس مولوی شبیراحمد. . .

بازگشت