زابل کې یوشمېر بزګران وروزل شول
![زابل کې یوشمېر بزګران وروزل شول](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-06/img-20240603-wa0186.jpg)
۱۴ غبرګولی ۱۴۰۳ه.ش
۲۶ ذوالقعده ۱۴۴۵ه.ق
د زابل دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست د «ای،اې،ټي،او» مؤسسې په همکارې ددې ولایت کاکړ خاک افغان ولسوالی لسګونه بزګران روزلي دي.
د زابل دکرنې ریاست د چارواکو په خبره دغه بزګران د بزګرۍ اړوند په بېلابېلو برخو کې د درېیو ورځو په ترڅ کې روزل شوي دي.
ددې پروګرام موخه د بزګرانو وړتیاوې ولوړل، د میکانیزه کرکیلي ترویج او په ټوله کې د بزګرانو کرنیزو محصولاتو زیاتوالي ته زمینه برابرول دي.