د پکتیا څمکنیو کې لس سړې خونې له بیارغونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۶ - ۱۴:۴۳
د پکتیا څمکنیو کې لس سړې خونې له بیارغونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

١۶ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
٢۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د پکیتا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د د پاملرنې مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت په څمکنیو ولسوالی کې د کرنیزو محصولاتو ساتنې په موخه د لسو سړوخونو د بیارغونې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارلي دي.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کي د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رییس مولوي عبدالرؤف سعید، د اقتصاد رییس مولوي محمد انور راشد، د چاپېریال ساتنې رییس مولوی عبدالهادي، د څمکنیو ولسوال مولوي شیرعلي شوکت، د احمدخېلو ولسوالی ولسوال مولوی لعل بادشاه حکمت، د ډنډه پټان ولسوالی مرستیال ولسوال، د طبیعي سرچینو آمر قاري عبدالباقي مهاجر، د کرنیزو چارو آمر عبدالله حلیمزی، د پاملرنې نړۍوالې مؤسسې استازو، د څمکنیو ولسوالی ترویج مدیر، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی و.
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالرؤف سعید د یادو سړو خونو په رغولو خوښي وښوده، نوموړي د سیمې وګړو ته د ياد لس بابه سړو خونو بیا رغولو مبارکي وويله، ښاغلي سعید په  خپلو خبرو کې د پاملرنې مؤسسې د دوامداره هڅې وستایلې او د سیمې له وګړو څخه يې وغوښتل، چې په راتلونکي کې د یاد سړو خونو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
 د پکتیا دکرنې رییس وویل: «یادو سړو خونو د محصولات ساتلو په برخه کې د سیمې د بزګرانو ډېرې ستونزې به هوارې کړي.»
په همدې حال کې د پاملرنې مؤسسې چارواکو وویل، چې ددغو سړخونو د بیارغونې ټولیز لګښت پنځه میلیونه او ۳۷۵ زره او ۱۵۰ افغانۍ ده، چې په معیاري ډول رغول شوي دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۲:۵۸
Background image

ننګرهار کې پر ۳۲۰ بزګرانو د سویابینو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د زده کړې او تغذیې نړۍوالې مؤسسې  په مالي او تخنیکي ملاتړ، د دې ولایت په بهسود،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۸
Background image

د پکتیکا مټاخان ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

بازگشت