پکتیا یو شمېر ولسوالیو کې د طبي بوټو په اړه عامه پوهاوی ترسره شو
۸ کب ۱۴۰۲ه.ش
۱۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د طبیعي سرچینو آمریت کارکوونکو لخوا د ډنډی پټان، څمکنی، لجه منګل، احمدخېل او ځاځی اریوب ولسوالیو کي د طبي بوټو د اهمیت استعمال او ساتنې اړوند ځایي خلکو، قومي مشرانو، سپینږیرو، بزګرانو، ځنګلدارۍ ټولنو، مالدارانو او ځوانانو ته یو ورځنۍ سمینارونه وړاندی کړ.
د یادو ولسوالیو ځنګلدارۍ ټولنو او ځایي خلکو د داسې سمینارونو د دایریدو څخه خوښي څرګنده کړه او دې ته ورته د نورو سمینارونو غوښتنې وکړې.
ددې پروګرام موخه په دې ولایت کې د طبي بوټو خوندیتوب او پراختیا ښودل شوی دی.