د قوش‌تېپې کانال ځمکو څخه د غوره ګټې اخیستنې د طرحې چمتو کولو په پار غونډه دائره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۰ - ۱۰:۸
د قوش‌تېپې کانال ځمکو څخه د غوره ګټې اخیستنې د طرحې چمتو کولو په پار غونډه دائره شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدراۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍد قوش‌تېپې کانال ځمکو څخه د غوره ګټې اخیستنې د څرنګوالي په پار غونډه دائره شوه.
په دې غونډه کې د دغه وزارت د مالدارۍ، اوبولګولو، بڼوالۍ او کرنې ریاستونو رئیسانو، متخصصینو او انجینرانو  شتون درلود او د طرحې د ترتیب په موخه یې خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل.
په دې کتنه کې دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني  د قوش‌تېپې کانال له ځمکې څخه د موثرې او ښې ګټې اخیستنې په موخه د کاري پلان د جوړولو په اړه د افغانستان د اسلامي امارت د رهبرۍ هدایت څرګند کړ او غوښتنه یې وکړه، چې ددې طرحې د لا بډاینې په پار دې د بېلابېلو سکتورونو کارپوهان خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړي.
هغه د قوش‌تېپې کانال څخه ښه ګټه اخیستنه د خلکو د ژوند او اقتصاد په بدلون کې اغېزمنه وبلله او د افغانستان د خلکو په ژوند کې د مثبتو بدلونونو د راوستلو لپاره یې د هر اړخیز او اغېزمنې طرحې په جوړولو ټینګار وکړ.

جلسه‌ای به منظور ترتیب طرح استفاده موثر از زمین‌های کانال قوش تپه برگزار شد
جلسه‌ای به سرپرستی مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالدرای به منظور بحث پیرامون چگونگی استفاده موثر و بهتر از کانال قوش‌تپه برگزار گردید.
در این جلسه روساء، متخصصان و انجینران بخش مالداری، آبیاری، باغداری، زراعت این وزارت حضور داشته نظریات و پیشنهادات خویش را شریک ساختند جهت ترتیب طرح ابراز نمودند.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری در  این جلسه هدایت رهبری امارت اسلامی افغانستان را مبنی بر ساخت راه‌ کاری در جهت استفاده موثر و بهتر از زمین‌های کانال قوش‌تپه بیان داشته و خواستار شریک سازی نظریات و پیشنهادات متخصصان بخش مختلف در این راهکار شد.
موصوف استفاده بهتر از کانال قوش تپه را در تغییر زندگی و اقتصاد مردم موثر دانسته و تاکید بر ساخت طرح جامع و موثر جهت ایجاد تغییر مثبت در زندگی مردم افغانستان کرد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتیکا مرکز ښرنه کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۲
Background image

کندهار کې د ۱.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو پروژه بشپړه شوه؛ زرګونه بزګران او مالداران تر پوښښ لاندې راغلل

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ۱.۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو د پراختیا او د بزګرانو او مالدارانو د. . .

بازگشت