د لوګر مرستیال والي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له پلاوي سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۹ - ۱۳:۱۱
د لوګر مرستیال والي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له پلاوي سره وکتل

٢۹ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۵ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د لوګر مرستیال والي الحاج مولوي عنایت‌الله شجاع د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له راغلي پلاوي سره په داسې حال کې چې د ولایت مقام د دفتر رییس مولوي میرویس وحیدالله او د لوګر د کرنې ریاست د عوایدو آمر قاري شاهد همراز هم حضور درلود وکتل.
د کرنې وزارت څخه راغلي پلاوي دغه ولایت ته د خپل سفر په اړه معلومات ورکړل او د ولایت مقام څخه یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
یاد پلاوی وویل، چې دوی غواړي د لوګر ولایت مرکز پل‌علم په ګډون په ټولو ولسوالیو کې جیوډیزیکي شبکې جوړې او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په واک یې ورکړي، چې د یادو جیوډیزیکي شبکو په موجودیت کې به په راتلوونکي کې ټولې ساختماني پروژې لکه سړک، د سړک اړوند پلونه او د نورو سوداګریز او استوګنیز ساختمانونو په معیاري جوړولو کې به ترې ګټه پورته شي.
د لوګر مرستیال والي الحاج مولوي عنایت‌الله شجاع دوی ته ډاډ ورکړ، چې له دوی سره به پوره همکاري کوي.
د لوګر مرستیال والي له دوی سره ژمنه وکړه، چې ولسوالیو ته به د سفر پر مهال له ولسوالانو سره په همغږۍ دوی ته د فعالیت ښه زمینه برابره کړي.
لوګر ولایت ته د دغه پلاوي د سفر موخه د لوګر د مرکز او ولسوالیو د نقشو بیارغونه او عصري کول دي او په دې کار سره به دولتي ځمکې او جایدادونه لا ښه تثبیت شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت