د وزارت د لومړیتوبونو د تشریح په موخه بغلان ولایت ته دکرنې وزارت د پلاوی سفر

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۷ - ۱۲:۲۳
د وزارت د لومړیتوبونو د تشریح په موخه بغلان ولایت ته دکرنې وزارت د پلاوی سفر

٢۷ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۳ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رییس مولوي مصباح الدین مستعین او د کرنې وزارت د مقام دکرنیزو چارو سلاکار میرویس خوګیاڼي په مشرۍ یوه پلاوي بغلان ولایت ته سفر وکړ او د بغلان د کرنې ریاست له کارکوونکو سره یې وکتل.
دغه سفر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ د لارښوونې په اساس د شمالي ولایتونو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاستونو مسوولینو ته د کاري لومړیتوبونو د تشریح په موخه ترسره شوې ده.
ددې سفر په ترڅ کې یاد پلاوی د بغلان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدراۍ له رییس قاری محراب الدین بلال او د کرنې ریاست له کارکوونکو سره وکتل او د هغوی وړاندیزونه او ستونزې یې واورېدل.
په دې کتنه کې د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رييس او د کرنې وزارت وياند مولوي مصباح الدين مستعين د کرنې وزارت، خلکو او بزګرانو د مسووليتونو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: «زموږ د سفر موخه دا ده، چې ولس ته د چوپړتیاوو وړاندې کولو د څرنګوالي په اړه د خلکو نظرونه واورو، ترڅو ولس ته ښه خدمت وکړو. ولسونه له تاسو سره تړلي او نږدې دي، امارت له خلکو سره په ګډه خپلې چارې پرمخ وړي، ځکه دا د ملت همکاري وه، چې افغانستان تر یومتحد چتر لاندې راغلی، په هېواد کې هیڅ کومه سیاسي او امنیتي ستونزه نشته او دا د ولس همکاري وه، چې شل کلن جهاد بریالی شو او اشغالګر یې وتلو ته اړ کړل، هیله مو داده، چې امارت تر دې هم ډېر امکانات ترلاسه او خلکو ته لا ډېرې چوپرړتیاوې وړاندې کړي. د امیرالمؤمنین شیخ هبة الله آخوند زاه حفظه ‌الله‌ سپارښتنه ده، چې له هرې ممکنې لارې د بزګرانو کورنیو ته اسانتیاوې برابرې شي، ځکه چې په دې سکتورونو کې کار کولی شي، چې هېواد پر ځان بسیا کړي.»
ورپسې د کرنې وزارت د مقام دکرنیزو چارو سلاکار میرویس خوګیاڼي د بغلان دکرنې ادارې کارکوونکو ته د کرنې وزارت کاري لومړیتوبونه او د بغلان خلکو ته د خدمتونو د وړاندې کولو څرنګوالی تشریح کړل:«د کرنې او مالدارۍ سکټور پراختیا، د څارویو روغتیا، د شاتو مچینو روزنه، د غلو دانو زیاتوالی، د بڼوالۍ د حاصلاتو زیاتوالی، د ناروغیو او آفتونو کنټرول او مخنیوی، د څارویو د نسل اصلاح، د اوبو د تنظیم مدیریت، د نسل اصلاح، د طبیعي سرچینو ساتنه، د ځمکې مناسب مدیریت، له څړځایونو څخه سمه کارونه او د واکسین تطبیق د کرنې وزارت له لویو مسوولیتونو څخه دی او موږ د دې لپاره راغلي یو چې دا پیغام ستاسو له لارې بزګرانو او مالدارانو ته ورسوو او که خلک له کومې ستونزې سره مخ شي، ژر تر ژره وزارت ته خبر ورکړئ.»
په همدې حال کې د بغلان د کرنې ریاست د کرنیزو چارو آةر حاجي نعمت الله خبرې وکړې او د کرنې، مالدارۍ، بڼوالۍ او ځمکو په برخو کې یې د دغه ولایت اړتیاوې له چارواکو سره شریک او سړه هوا، وچکالۍ او دسېلابونو هغه لویې ستونزې يادې کړې، چې سږ کال يې په بغلان کې خلک اغېزمن کړي دي.


سفر هیئت وزارت زراعت به ولایت بغلان جهت تشریح اولویت‌های وزارت 
۲۶ سنبله ۱۴۰۲ هـ.ش
هیئتی به سرپرستی مولوی مصباح‌الدین مستعین رئیس اطلاعات و آگاهی‌عامه و میرویس خوگیانی مشاور زراعتی مقام وزارت زراعت به ولایت بغلان سفر کرده و  با کارمندان ریاست زراعت آن ولایت دیدار کردند.
این سفر بر اساس هدایت رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری  به منظور توضیح اولویت‌های کاری مسوولان زراعت، آبیاری و مالداری ولایت‌های سمت شمال به ولایت بغلان انجام می شود.
در جریان این سفر هیئت متذکره طی نشستی با  قاری محراب الدین بلال رئیس زراعت، آبیاری و مالدرای  و کارمندان زراعت ولایت بغلان دیدار کرده و پیشنهادات نظریات و مشکلات شان را استماع نمودند.
مولوی مصباح‌الدین مستعین رئیس اطلاعات و آگاهی عامه  و سخنگو وزارت زراعت  در این نشست در مورد مسوولیت‌های وزارت زراعت، مردم و دهقانان صحبت نموده افزود" هدف از سفر ما شنیدن نظریات مردم پیرامون چگونگی خدمت به ملت می‌باشد تا بتوانیم بهتر به مردم خدمت کنیم، مردم نسبت به همه به شما در ارتباط و نزدیک است، امارت با مردم در کارها یکجای پیش میرود،  چون همکاری ملت بود  که افغانستان تحت چتر واحد آمده است، هیچ نوع مشکل سیاسی و امنیتی در ملک نیست و  همکاری ملت بود که جهاد ۲۰ ساله پیروز و اشغال گران مجبور به اخراح شدند، امید داریم که امارت امکانات بیشتر پیدا کند تا خدمت بیشتر به مردم کند، هدایت امیرالمومنین شیخ هبة الله آخوند زاه حفظه ‌الله‌ است که به هر طریق که می‌شود به خانواده دهقان، مالدار و باغدار سهولت بیاوریم، از خاطر این که کار در این سکتورها می‌تواند وطن را به خودکفایی برساند".
سپس میرویس خوگیانی مشاور زراعتی مقام وزارت زراعت اولویت‌های  کاری وزارت زراعت و چگونگی عرضه خدمات به مردم در را به کارمندان زراعت بغلان توضیح داده علاوه کرد" انکشاف زراعت، مالداری، صحت حیوانی، زنبورداری، افزایش غله،  افزایش دهی حاصلات باغداری، کنترول و جلوگیری امراض و آفات، اصلاح نسل، مدیریت تنظیم آب‌ها، اصلاح نسل حیوانات، حفاظت از منابع طبیعی، مدیریت اراضی، استفاده درست از علفچرها و  تطبیق واکسین از مسوولیت‌های عمده وزارت زراعت است و ما آمده‌ایم  که این پیام را از طریق شما  به دهقان و مالداران برسانیم و اگر مردم به مشکلی مواجه میشود، زودتر وزارت را در جریان بمانید ".
در همین حال  حاجی نعمت‌الله آمر امور زراعتی ریاست زراعت بغلان صحبت نموده و نیازمندی‌های این ولایت را در بخش زراعت، مالداری، باغداری و اراضی شریک ساخت سردی‌هوا، خشک‌سالی، سرازیر شدن سیلاب را از عمده‌ترین مسائل عنوان نموده که مردم را امسال در بغلان متضرر ساخته‌است.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۱:۵
Background image

خوست کې د لرګیو د ضبط او قاچاق د مخنیوي څارنه

۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، د خوست ولایت په بېلابېلو سیمو کې د لرګیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۰:۴۸
Background image

د ځنګلونو د حفاظت او د بیا احیا کولو  په پار د هڅو دوام

۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ځنګلونو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۰:۴۲
Background image

د باغ داود سيمې د کورونو د سروې چارې پیل شوې

۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ادارې د غیر رسمي ښاري سيمو د ثبت رياست مسوولينو او کارکوونکو لخوا د کابل ولايت په پنځمه حوزه او. . .

بازگشت