یوې خصوصي شرکت سره د کابل د زعفرانو د پلور هوکړه لیک لاسلیک شو
۲۵ کب ۱۳۹۸
د کابل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عمرجان منګل وایي، چې په کابل کې د تولید شوي زعفرانو د پلور په موخه یې د «اریانا افغان زعفران» د شرکت له مشر سره هوکړه لیک لاسلیک کړ.
ددې هوکړه لیک پر بنسټ د «اریانا افغان زعفران» شرکت په کابل کې د زعفرانو تولید شوي محصولات په مناسبه بیه له بزګرانو پېرې او په نړیوالو معیارونو یې پروسس او له هېواده بهر صادروي.
ټاکل شوې، چې د کابل د کرنې ریاست له خوا به ډېر ژر د زعفرانو د پروسس توکي هم د یاد شرکت په واک کې ورکړل شي.