ګوشتې ولسوالۍ کې د څاڅکي اوبوخور په سیسټم سمبال، د لیمو یو سوداګریز بڼ جوړ شو

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۲ - ۱۸:۲
ګوشتې ولسوالۍ کې د څاڅکي اوبوخور په سیسټم سمبال، د لیمو یو سوداګریز بڼ جوړ شو

۲ تله ۱۳۹۸
د ننګرهار ولایت په ګوشتې ولسوالۍ کې د لیمو یو سوداګریز بڼ، چې د څاڅکي اوبوخور په سیسټم سمبال دی جوړ او پرانېستل شوه.
دغه عصري بڼ د بڼوالۍ د پرمختیا ملي موسسې « ANHDO» په مالي او تخنیکي مرستو د دوه میلیونه او
۴۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې ده.
په هغه غونډه کې، چې په ګوشتې ولسوالۍ کې ددې سوداګریز او نمایشي بڼ د پرانېستې په موخه جوړه شوې وه د ننګرهار مرستیال والي تمیم عارف، د کرنې رییس انج
نیر سمیع الله نصرت، د ګوشتې ولسوال غالب مجاهد، سیمه ییز چارواکي او د همکارې موسسې مسوولینو هم ګډون در لود.

د ننګرهار د کرنې رییس انجنیر سمیع الله نصرت وایي، چې دغه بڼ یو سوداګریز او نمایشي بڼ دی، چې د افغانستان په بازارونو کې د لیمو د حاصلاتو د زیاتوالي لامل کیږي.

ښاغلي نصرت وایي، چې د سوداګریزو بڼونو د جوړولو په پار بنسټیزې چارې د نورو ګټو ترڅنګ د سوداګریزې بڼوالۍ په برخه کې د خصوصي سکټور د پانګونې لامل کیږي.

د ننګرهار د کرنې رییس وایي؛ په دغه بڼ کې د لیمو یو زر او ۱۰۰ نیالګي اېښودل شوي دي. په دغه بڼ کې د ځانکړو پلاستیکي پیپونو له لارې اوبه د لیمو نیالګیوته لېږدي او د څاڅکي په سیسټم هره نیالګي ته اوبه ورکول کیږي.

د دې بڼ په جوړولو کې ۲.۴ میلیونه افغانۍ پانګونه شوې ده. ددې بڼ د جوړولو یوه موخه د څاڅکې په سیسټم سمبال اوبوخور ترویج ده ترڅو اوبه بې ځایه مصرف نه شي او په کافي اندازه ونو ته اوبه ورسیږي او نورو ځمکو ته هم اوبه بسنه وکړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۹:۶
Background image

پکتیکا کې ۲۱۵ مستحقو بزګرانو ته کرنیز توکي ووېشل شول

۲۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش 
۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې، د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اویک مؤسسې له لوري د «په لویدیځ، سویلي او سوېل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۵:۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست له ولایتي مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

۲۴ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست د ولایتي مسوولینو په ګډون د همغږۍ انلاین غونډه ترسره کړه.
په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۵۵
Background image

روزګان کې د څه باندې ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبولګولو پایپ‌سکیم پروژه پرانیستل شوه

۲۴ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند د چنار کلي د سرکلا په سیمه کې د څه باندې دوه نیم میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبولګولو د پایپ‌سکیم پروژه. . .

بازگشت