کونړ کې پر ۶۰۰ بزګرانو اصلاح شوي تخمونه او د کورنیو باغچو اړونده توکي ووېشل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۱ - ۱۵:۴۰
کونړ کې پر ۶۰۰ بزګرانو اصلاح شوي تخمونه او د کورنیو باغچو اړونده توکي ووېشل شوې


۲۱لړم ۱۳۹۹
دکونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت پر ۳۵۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوې سرې او پر۲۵۰ کروندګرو مېرمنو د کورنیو باغچو اړونده توکي او د سبو تخمونه وېشل شوي دي.
د کونړ ولایت د کرنې چارسمبال رییس نجیب الله عادل وویل، چې دغه مرستې د خوړو نړیوال پروګرام «WFP» په مالي مرسته د کونړ د مرکز په ګډون ددې ولایت په سرکاڼو، نرنګ او خاص کونړ ولسوالیو کې وېشل شوي دي.
د ښاغلي عادل په خبره په دې لړۍ کې پر ۳۵۰ تنه بزګرانو هر یوه بزګر ته ۵۰ کیلو د غنمو اصلاح شوي تخم، ۵۰ کیلو توره او ۱۰۰ کیلو یوریا سرې وېشل شوي دي. ددې ترڅنګ پر ۲۵۰ کروندګرو مېرمنو د کورنیو باغچو د جوړولو اړونده توکي او د سبو تخمونه هم وېشل شوي دي.
ددغو مرستو موخه د بزګرانو ملاتړ او په دې ولایت کې د غنمو د حاصلاتو زیاتوالي او ترڅنګ یې په کور دننه مېرمنو ته د کار د زمینې برابرول او د کورنیو باغچو دودول دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت