کونړ کې د ځنګلوالۍ پر ۶۶ ټولنو جوازلیکونه ووېشل شول

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۸ - ۱۶:۳۷
کونړ کې د ځنګلوالۍ پر ۶۶ ټولنو جوازلیکونه ووېشل شول

۱۸ لیندۍ ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځنګلونو د پراختیا، بیارغونې او خوندیتوب په پار د کونړ په ولایت کې د ځنګلوالۍ یوشمېر ټولنې جوړې کړې وې، چې نن ورته رسماً جواز لیکونه ورکړل شول.
د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو لوی رییس محمدرفیع قاضي زاده، کونړ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ځنګلوالۍ پر۶۶ ټولنو د ځنګلوالۍ په برخه کې د فعالیت په موخه رسمي جوازلیکونه ووېشل.
د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو رییس وایي، چې د ځنګلونو د تنظیم قانون ته په کتو د ځنګلوالۍ ټولنې جوړول، د ځنګلونو د خوندیتوب، پراختیا او ښه چاپېریال او په ځنګلي سیمو کې د اوسیدونکو د اقتصادي ودې په برخه کې مرسته کوي او د ځنګلوالۍ د ټولنو رسمي فعالیت قومي شخړې او ستونزې هواروي او دغه راز د ځنګلونو د پرې کېدو مخه نیسي.
ښاغلی قاضي زاده وایي، چې په قانوني بڼه له طبیعي سرچینو څخه ګته پورته کول د هر ښاروند حق دی خو باید په رسمي او مدیریتي بڼه تر سره شي، ترڅو د دغو سرچینو د له منځه تلو لامل نه شي.
په همدې حال کې د کونړ مرستیال والي ګل محمدبیدار وایي، تر ۴۰ کلنې جګړې مخکې، د کونړ ولایت ځنګلونه د هېواد د ځنګلونو ۱۶ سلنه جوړول، خو د جګړو له امله یې ډېرې برخې له منځه ولاړل، د هغه په خبره په دې وروستیو کلونو کې په دې ولایت کې د ځنګلونو د پراختیا، بیاروغونې او خوندي کولو په برخه کې د کرنې وزارت فعالیتونه اغېزمن تمام شوي دي.
ښاغلی بیدار وایي، د ځنګلونو د خوندیتوب او پراختیا یوازنۍ لار د ټولنو جوړول دي او که دا ټولنې په یوسالم رقابت سره په دې پرخه کې کار وکړي، په راتلونکې کې به ددې ولایت د ځنګلونو سیمې پراخې شي، چې د آب او هوا، چاپېریال او د خلکو د اقتصاد په بدلون کې به مثبته ونډه ولري.
د کونړ مرستیال والي منې، چې لا هم د کونړ ولایت په یوشمېر سیمو کې ځنګلنو پرې کیږي او قاچاقیږي خو دوی ددې ولایت د پولیسو په همکارۍ هلې ځلې کوي، چې ددې قاچاق مخه ونیسي.
د ځنګلوالۍ ټولنې جوړول دغه راز د ځنګلونو د پرېکېدو د مخنیوي او قاچاق په برخه کې به هم مرسته وکړي.
په همدې حال کې د کونړ ولایت یوشمېر اوسیدونکو په دې ولایت کې د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو له فعالیتونو خوښ دي او وایي، چې دوی د ځنګلونو د خوندیتوب او بیارغونې په برخه کې له دولت سره همکار دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا په هغو ولایتونو کې چې طبیعي ځنګلونه لري، د ځنګلونو د خوندیتوب د قانون پر اساس د ځنګوالۍ د ټولنو د جوړولو موخه،  د ځنګلونو بیارغونه، پراختیا او خوندیتوب او دغه راز د ځنګل مېشتو سیمو د اوسیدونکو لپاره مناسبه آب او هوا او چاپېریال برابرول او ترڅنګ یې د دوی اقتصادې ودې ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۵۲
Background image

چارو ادارې ته د قوش‌تیپې کانال د پروژې د لومړي فاز د سپارلو په موخه غونډه ترسره شوه


چارو ادارې ته د قوش‌تیپې کانال د لومړي فاز د سپارلو په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د چارو ادارې لوی ریاست او د ملي پراختیا شرکت د مسؤلینو ګډه غونډه د کرنې وزارت په مقر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۵۰
Background image

ننګرهار کې ۴۲۰ کورنیو ته د مرخیړیو د تولید وسایل ووېشل شول

۱۸ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن ایډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې «اف‌اې‌او»په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۴۶
Background image

د خوست قومي مشرانو سره د عشر راټولولو پروسې د ښه تنظیم په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

۱۸ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د عشر او زکات آمریتونو د خپلو دوامدارو هڅو په لړ کې، دا ځل د مرکز شمل حسن کوټ سیمه کې د عشر او. . .

بازگشت