کندهار کې د څه باندې ۹۲ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۴ چکډېمونه او د اوبو زېرمه کولو سلګونه کندې جوړې شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۳:۲۸

۲۴ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د تخنیکي همکارۍ او څارنې په پایله کې، د روان ۱۴۴۶ هجري قمري کال په اوږدو کې د کندهار په ۱۳ ولسوالیو کې د ۹۲ میلیونه او ۷۰۲ زره افغانیو په لګښت ۲۴ لوی او کوچني چکډېمونه، ۲۵۶ زره د باراني اوبو زېرمه کولو کندې، او ۲ حوضونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
دغه پروژې، چې د اوبو مدیریت، کرنیزو فعالیتونو پراختیا، او د کلیوالو اقتصادي وضعیت ښه‌والي ته ځانګړې شوې وې، د بېلابېلو مالي سرچینو له لارې تمویل شوي دي.
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې۱۲ چکډېمونه د ۲۹ میلیونه او ۴۳۱ زره افغانیو په لګښت د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر، آمیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله تعالی د حکم پر اساس جوړ شوي؛ دوه چکډېمونه د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د کرنې وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې تمویل شوي؛ ۹ چکډېمونه، دوه حوضونه، او ۲۵۶ زره کندې د ۲۱ میلیونه او ۳۳۱ زره افغانیو په لکښت د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف.اې.او»  لخوا جوړ شوي؛ یو لوی چکډېم د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام«یو.ان.ډي.پي» له لوري تمویل شوی دی.
یاد چکډېمو نه د تېرو ۱۱ میاشتو په اوږدو کې د کندهار په غورک، کښته میوند، لوړ میوند، ریګستان، درې په شاولیکوټ، درې په خاکریز، درې په ارغستان، دوه په میانیشن، دوه په سپین بولدک، درې په تخته پل او څلور په نېش ولسوالۍ کې جوړ شوي او د بزګرانو او مالدارانو لپاره ګټي اخیستني ته سپارل شوي دي. 
ددغو پروزو د تطبیق پر مهال، سلګونو سیمه‌ییزو اوسېدونکو ته د فني او غیرفني کارونو زمینه برابره شوې، چې دا د بې‌روزګارۍ په کمولو او د خلکو اقتصادي ثبات کې مهم رول لوبولی دی.
د کندهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې دا لړۍ به دوام ومومي، او ژر به د ولایت پاتې ولسوالیو ته هم ورته پروژې وغځول شي، څو ټول ولایت د چکډېمونو له اسانتیاوو څخه برخمن شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۷:۳۶
Background image

د کرنې وزارت وياند د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالی د انارو بڼونو څخه لیدنه وکړه

 

۱۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رییس او ویاند مولويشېر محمد حاتمي، کندهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۲:۵۴
Background image

دکندهار و لایت د کوه‌کران څېړنیز فارم بریالۍ څېړنې


۱۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې د یاد ولایت کوه‌کران څېړنیز فارم، چې په ۱۳۹۹ هـ.ش کال کې د کندهار ښار په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۲:۵۰
Background image

د کرنې وزارت وياند د کندهار د کوه‌کران څېړنیز فارم څخه ليدنه


۱۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رییس او ویاند مولوي شېر محمد حاتمي، کندهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه. . .

بازگشت