کندهار کې د شېدو ټولولو درې مرکزونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۹:۳۴
کندهار کې د شېدو ټولولو درې مرکزونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۱۰ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۳ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر (یو.ان.او.ډې.سي) په مالي ملاتړ، د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ، د لوړ شاولیکوټ، کښته شاولیکوټ او ارغستان ولسوالیو کې د څه باندې ۵ زره ۱۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت د شېدو راټولولو درې مرکزونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د یادو مرکزونو د فعالیت لپاره هر مرکز ته د ۱۷۰۰ امریکایې ډالرو په لګښت، شل قلمه اړین توکي ورکړل شوې، چې پکښې یخچال، قفسچه، دوه المارۍ، د ګاز ډبه، چوله، شېدو لپاره ستلونه او پیالې، مسې د شېدو راټولولو ډبې او دیګ، د لمریزې تختې او بیټرۍ، ترازو، د شېدو ثبتولو کتابچه او نور اړین وسایل شامل دي.
ددغو توکو د وېش پر مهال، د کندهار دکرنې ریاست د مالدارۍ آمریت مسؤلینو له اړوندو چارواکوغوښتل، چې د شېدو په راټولولو کې جدي هڅې وکړي، له مالدارانو سره نږدې همکاري ولري. دوی دغه راز یادو چارواکو ته د مالدارۍ آمریت له لوري د همکاري ډاډ ورکړ.
همداراز د هالنډ کمېټې مسؤلینو هم د یادو مرکزونو له مسوولینو څخه وغوښتل، چې له ورکړل شویو امکاناتو څخه مؤثره ګټه واخیستل شي، ترڅو په راتلونکي کې هم ورته مرستې دوام پیدا کړي.
په ورته مهال، د یادو مرکزونو مسؤلین له کرنې ریاست او هالنډ کمېټې څخه مننه وکړه، چې په لیرې پرتو ولسوالیو کې ورته دا ډول مهم خدمتونه برابروي. دوی ژمنه وکړه چې له مالدارانو سره به فعاله همکاري کوي.
د دغو مرکزونو موخه دا ده چې په لیرې پرتو سیمو کې مالدارانو ته د تازه شېدو راټولولو اسانتیاوې برابرې شي، د تازه شېدو بازار ته وده ورکړل شي، مالدارانو ته اقتصادي فرصتونه پیدا شي او ځینو کسانو ته کاري زمینې هم برابرې شي.
د یادونې وړ ده، چې د کندهار د کرنې ریاست د مالدارۍ آمریت تل هڅه کوي، چې مالدارانو ته اړینې اسانتیاوې برابرې کړي او د شېدو لپاره مناسب بازارونه پیدا کړي. دا نوي مرکزونه به د کلیو له کچې تازه شیدې راټولوي او بیا به یې کندهار ښار ته انتقالوي، ترڅو د ولسوالیو د مالدارانو شیدې بازار ته لار ومومي او په مناسبه بیه وپلورل شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۰:۹
Background image

هلمند کې د څارویو سټراګانو پلورنځیو څارنه وشوه

۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا امریت کارکوونکو د هلمند ولایت په مرکزي سیمه کې هغه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۰:۹
Background image

د هلمند دوو ولسوالیو کې د طبیعي کبانو نیونې په تور ۱۳ تنه نیول شوي

۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
وروسته له هغې چې هلمند کې د طبیعي کبانو د نسل ختمېدو د مخنیوي په پار په دې ولایت کې د طبیعي کبانو پر ښکار بندیز ولګېد، د دې ولایت کرنې،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۰:۶
Background image

د پکتیکا په یحی خېل ولسوالی کې د کچالو د ۲۰ صفر انرژۍ زېرمه تونونو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس الحاج مولوي محمد زمان عمري د یاد ریاست د یو شمېر کارکوونکو په ملتیا د یحی خېل ولسوالۍ ته د سفر په. . .

بازگشت