کندهار کې د اوبو د ښه مدیریت په پار؛ اسیایي پرمختیایي بانک د افغانستان له حکومت سره، ۳۴۸.۷۸ میلیونه ډالر بلاعوضه مرسته کوی

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۷/۳ - ۱۶:۴۲
بانک انکشاف آسیایی به حکومت افغانستان، ۳۴۸.۷۸ میلیون دالر کمک بلاعوض می‌کند

کندهار کې د اوبو د ښه مدیریت په پار؛
اسیایي پرمختیایي بانک د افغانستان له حکومت سره، ۳۴۸.۷۸ میلیونه ډالر بلاعوضه مرسته کوی
۳ تله ۱۳۹۸
اسیایي پرمختیایي بانک او د افغانستان حکومت هغه هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې پر بنست يې یاد بانک په کندهار کې د هېواد د دویم لوی بند د پراختیا په پار د افغانستان له حکومت سره ۳۴۸.۷۸ میلیونه ډالر بلاعوضه مرسته کوی.
دغه مرسته په کندهار ولایت کې د اوبیزو سرچینو د پراختیا په پار د دهلې بند د پراختیا له لارې، چې د هېواد دویم لوی بند دی پانګونه کیږي.
دغه هوکړه د مالیې چارسمبال وزیر او د زېربناوو په چارو کې د جمهوري ریاست ستر سلاکار محمدهمایون قیومي او افغانستان لپاره د اسیایي پرمختیایي بانک مشر ښاغلي نرندرا سنګرو له خوا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیراحمد درانی او یوشمېر نورو وزیررانو، د پارلمان غړو او نورو دولتي چارواکو په شتون کې، لاسلیک شو.
په دې غونډه کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیراحمد درانی وویل، چې «دهلې بند» ته پرمختیا ورکول ډېر زیات اهمیت لري او اوبولګولو ته زمینې برابرول او د کرنیزو تولیداتو په زیاتوالي کې ډېر زیات مهم دی.
دغه راز د ماليې وزارت چارسمبال ښاغلي قیومي وویل: «خوښ یم، چې نن له اسیایي پرمختیايي بانک سره د ارغنداب ولسوالۍ د اوبیزو سرچینو د بلاعوضه مرستې هوکړه لیک لاسلیک کوم، دغه مرسته د اسیایي پرمختیایي بانک د ځانګړي صندوق له لارې تمویلیږي او دکرنې، طبیعي سرچینو او کلیو پراختیا په برخه کې لګول کیږي. د اسیایي پرمختیایي بانک له مرستو د زړه له کومې مننه او قدرداني کوم.»
د کلیو د بیارغونې او پراختیا او د اوبو او انرژۍ وزارتونو مرستیالانو هم د انرژۍ د تولید د اهمیت، د دهلې بند د وړتیا لوړولو او د خلکو پر ژوند یې پر اغېزو خبرې وکړې.
په همدې حال کې افغانستان لپاره د اسیایي پرمختیایي بانک مشر ښاغلی سنګرو وویل: «نن د بلاعوضه مرستې هوکړه لاسلیک کول، د زېربناوو د جوړولو او د تخنیکي او مدیریتي وړتیا د لوړولو په برخه کې د همکارۍ له لارې د افغانانو د ژوند د ښه کولو په پآر د اسیايي پرمختیایي بانک اوږد مهاله ژمنه تاییدوي. دغه پروژه د افغانستان دکرنې د اغېزمنتیا، د اوبیزو سرچینو مدیریت، د انرژۍ تولید او د اقتصادي ودې د لرلید په برخه کې به د مرستې جوګه شي.»
د ارغنداب د اوبیزو سرچینو د پراختیا پروژه او د دهلې بند د زېرمه کولو د وړتیا لوړولو پروژه، چې په لومړي سر کې په ۱۹۵۲ ام کال کې جوړه شوې ده، په کندهار کې اوبو او د اوبیزو سرچینو مدیریت ته د لاس رسی اسانتیا برابروی. په ودانیزو چارو کې یې د اصلي بند، ورخونو او ټولو اړوندو ساختارونو لوړوالی، د ۱۳.۶ مترو په ظرفیت د زېرمو د کچې لوړول او له ۲۸۸ میلیون متر مکعب څخه ۷۸۲ میلیون متر مکعب ته د اوبو د زېرمه کولو د وړتیا لوړول او په ورته وخت کې د ۹.۶ کیلو مترو په اوږدوالی د سړک بیا رغول شامل دي.
د اښکېلو اړخونو په مرسته ددې بند د زېرمه کول وړتیا لوړول د خصوصي سکټور له خوا د اوبیزې برېښنا د تولید شونتیا او دغه راز کندهار ښار لپاره د ښاري او صنعتي اضافي اوبو زمینه برابریږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتیکا مرکز ښرنه کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۲
Background image

کندهار کې د ۱.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو پروژه بشپړه شوه؛ زرګونه بزګران او مالداران تر پوښښ لاندې راغلل

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ۱.۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو د پراختیا او د بزګرانو او مالدارانو د. . .

بازگشت