کندهار ته د پاکستاني وریجو د قاچاق مخه ونیول شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۰
کندهار ته د پاکستاني وریجو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین چارواکي وایي، چې د کندهار ښار د ۷مې ناحیې په باغ‌ پل سیمه کي د ۲۵۰ کیلو ګرامه وریجو د قاچاق مخه ونیول شوه، چي غوښتل یي په پټه او غیري قانوني ډول یي ښار ته ولېږدوي.
د قرنطین چارواکي وایي؛ یادې وریجې یوه ورځ  وړاندي سهار مهال په داسي حال کي ونیول شوې، چي قاچاق کوونکو غوښتل د برامچې د لارې له هلمند څخه کندهار ته داخل کړي، چي مسؤولینو سمدستي دغه وریجې ضبط کړي او وروسته یې د کندهار ګمرک ریاست ته سپارلي دي.
د کندهار دکرنې ریاست د بوټو ژغورنې مدیریت ټینګار کوي، چي دوی د هر ډول قاچاقي او غیري قانوني محصولاتو د مخنیوي لپاره خپل فعالیتونه لاهم ګړندي کړي دي، او هېچا ته به اجازه ور نه کړي، چي قاچاقي توکي کندهار ته انتقال کړي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان اسلامي امارت له لوري په پاکستاني وارداتو بندیز لګېدلی، چي په همدې اساس د سپین‌ بولدک، دامان او باغ‌ پل په سیمو کي د قرنطین مسؤلینو سختې څارني روانې ساتي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت