کندز کې د پستې د ځنګلونو د وهلو مخه ونیول شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۰:۳۴
جلوگیری از قطع جنگل‌های پسته در کندز

۱۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دشت ارچي ولسوالی په سیمه کې د پستې د ځنګلونو له وهلو څخه مخنیوی وشو.
د کندز دکرنې رییس مولوي نیازمحمد عابد وویل، چې د قدرتي زېرمو، په ځانګړي ډول د پستې د ځنګلونو د ساتنې لپاره لازم اقدامات ترسره شوي دي. هغه کسان چې له څو ورځو راهیسې یې د پستې ونې پرېکولې، د دشت ارچي ولسوالی د کرنې مدیریت د کارکوونکو له لوري د امنیتي ارګانونو په همغږۍ وپېژندل شول او ونیول شول. د نیول شوو کسانو دوسیې د قانوني څېړنو او عدلي تعقیب لپاره اړوندو قضایي ادارو ته سپارل شوې دي.
د کرنې ریاست له ټولو هېوادوالو غواړي، چې د پستې د ځنګلونو او نورو طبیعي شتمنیو د ساتنې په برخه کې فعاله ونډه واخلي او د هر ډول غیرقانوني فعالیتونو په صورت کې سمدستي اړوند ادارو ته خبر ورکړي.
دغه اقدام د کرنې ریاست د هغو هڅو یوه برخه ده چې د هېواد د قدرتي زېرمو د خونديتوب، د چاپېریال د ساتنې او د قانون د پلي کېدو په موخه ترسره کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه د ایراني پلاوي لیدنه 

۲۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د ایران د کرنې جهاد وزیر غلامرضا نوري قزلجه کوله، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

بازگشت