کندز کې د نیالګیو کښېنولو کمپاین پیل شو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۶ - ۱۰:۷
کندز کې د نیالګیو کښېنولو کمپاین پیل شو

کندوز کې د بریا او ښېرازۍ تر شعار لاندې د ۱۴۰۳ کال د نیالګیو کښېنولو کمپاین پیل شو. 
دغه کمپاين دکندز مرستیال والي مولوي حبیب‌الرحمن صهیب، الحاج مولوي امان‌الله حسن د کرنې او مالدارۍ رییس، قاري ګل‌نبي انس، اطلاعاتو او کلتور، چاپېریال ساتنې، عامې روغتيا، سپین‌زر دولتي شرکت استازو او خبریالانو په شتون کې رسماً پرانیستل شو. 
ددغه کمپاین د پرانيستلو په مراسمو کې د کندز  مرستیال والي مولوي حبیب‌الرحمن صهېب خبرې وکړې او سیمه ییزو چارواکو ته یې سپارښتنه وکړه، چې ددې کمپاین ملاتړ وکړي. ښاغلی صهیب ټولو ولسونو په ځانګړي ډول، حج اوقافو او رسنیو څخه غوښتنه وکړه، چې په دې برخه کې دې له ښاروالۍ، کرنې او مالدارۍ او چاپېریال ساتنې ریاستونو سره په هراړخيزه توګه همکاري وکړي. 
دغه‌راز د کندوز ولايت د کرنې او مالدارۍ رییس الحاج مولوي امان‌الله حسن وويل: د" کرنې او مالدارۍ ریاست هم په پام کې لري، چې د ۱۴۰۳ کال لپاره له ٣٠٠ زره څخه ډېر مېوه لرونکي او بې مېوې نيالګي کښېنوي" 
د کرنې او مالدارۍ رییس دغه‌راز زیاتوي چې سږکال د کرنې او مالدارۍ ریاست له خوا نه یواځې د هېواد ټولو ولایتونو ته د نیالګیو صادرول په پام کې نیول شوي، بلکې ګاونډيو هېوادنو ته هم نیالګي صادرېږي. 
ښاغلی امان زیاتوي چې د کرنې او مالدارۍ او ښاروالۍ ریاستونه به په ګډه ددغو کېنول شویو نيالګيو په ساتنه کې له هېڅ راز هڅو ډډه ونکړي. 
 په همدې حال کېد کندز ښاريان هم د سيمه ییزو چارواکو لخوا په ځانګړي ډول د کندز کرنې او مالدارۍ،  ښاروالۍ او چاپېریال ساتنې ریاستونو څخه د ۱۴۰۳ کال د نیالګیو کمپاین له پیلیدو څخه د مننې ترڅنګ ډاډ ورکوي چې د نیالګیو په ساتلو کې به اړوندو ادارو څخه د زړه له تله همکاري کوي. 
پای کې د مسولینو لخوا د رسنیو په حضور کې د ۱۴۰۳ کال د نیالګیو کمپاین د آبدان دښته کې په رسمي ډول پیل شو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۲:۵۳
Background image

د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون سږ کال د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي له ۲مې څخه تر ۵مې نېټې پورې د کابل په بادام‌باغ کې په لاره اچول کېږي.

د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون سږ کال د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي له ۲مې څخه تر ۵مې نېټې پورې د څلورو ورځو لپاره، د « عصري کرنه او مالداري؛ د خوړو خوندیتوب. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۰:۵۵
Background image

دننګرهار لعلپورې ولسوالی کې د ۲۰ کیلومتره کانالونو پاک‌کاري او بیارغونه بشپړه شوه

٦ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
٨ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د لعلپورې ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د اوبو لګولو د سیستم د ښه والي په موخه د ۲۰ کیلومتره کانالونو پاک‌کاري او د یو شمېر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۱۹
Background image

ننګرهار کې د نیالګیو روزونکو د ستونزو حل په پار ناسته وشوه

۵ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې او مالدارۍ تولیداتو خوني رییس اجمل رحماني او د نیالګیو روزونکو ټولنې مسؤل روح الله مومند او نورو چارواکو د نیالګیو. . .

بازگشت