کرنې وزارت کې د مسلخونو د عوایدو او مخابراتي انټنونو د ځمکو په اړه غونډه دائره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۷ - ۱۱:۵
کرنې وزارت کې د مسلخونو د عوایدو او مخابراتي انټنونو د ځمکو په اړه غونډه دائره شوه

۱۷ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا آغا جان "حاجي سالم" په مشرۍ، د مخابراتو او مالیې وزارتونو او د اترا ادارې د استازو په ګډون د مسلخونو د عوایدو او مخابراتي انټنونو د ځمکو په اړه غونډه دائره شوه.
په دې ناسته کې مهم موضوعات لکه د مسلخونو د عوایدو راټولول، د فومیګیشن مرکزونو د فعالیتونو تحلیل او راپور، د مخابراتي انټنونو ځمکو تثبیت او د اې سي جي شرکت پورونه وڅېړل شوه او په اړه یې اړینې پرېکړې وشوې.
په یاده ناسته کې د کرنې، مالیې او مخابراتو وزارتونو او د اترا ادارې رییسانو او سلاکارانو خپلې نظریې وړاندې کړې. د مخابراتي انټنونو اړوند عملیاتي پلان مسوده هم وڅېړل شوه او په اړه یې  نظرونه تبادله شول.  .
د مخابراتي انټنونو اړوند عملیاتي پلان مسوده چې د امیرالمؤمنین حفظه الله په هدایت چمتو شوې وه، د کرنې وزارت مالي سلاکار عزیزالرحمن رحماني له خوا ګډونوالو سره شریکه شوه. ګډونوالو د بحث او ارزونې وروسته د دې پلان په عملي کولو ټینګار وکړ.

برگزاری نشستی در وزارت زراعت درباره عواید مسلخ‌ها و زمین‌های آنتن‌های مخابراتی
۱۷ جدی ۱۴۰۳ هـ.ش
نشستی به ریاست ملا آغاجان «حاجی سالم»، معین مالی و اداری وزارت زراعت، و با حضور نمایندگان وزارت‌های مخابرات، مالیه و اداره اترا برگزار شد. 
در این نشست موضوعات مهمی از جمله جمع‌آوری عواید مسلخ‌ها، تحلیل و گزارش فعالیت مراکز فومیگیشن، تثبیت زمین‌های آنتن‌های مخابراتی و بررسی باقی‌داری شرکت ACG مورد بحث و تصمیم‌گیری قرار گرفت.
در این مجلس، رؤسا و مشاوران وزارت‌های زراعت، مالیه، مخابرات و اداره اترا نظرات خود را ارائه کرده و مسوده پلان عملیاتی مربوط به آنتن‌های مخابراتی را بررسی و تبادل‌نظر کردند.
مسوده پلان عملیاتی مربوط به آنتن‌های مخابراتی که بر اساس هدایت عالیقدر  امیرالمومنین حفظه الله تهیه شده است، از سوی عزیزالرحمن رحمانی، مشاور مالی وزارت زراعت، به اشتراک گذاشته شد. حاضران پس از بحث و بررسی، بر عملی‌سازی این پلان تأکید کردند.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۳
Background image

کونړ کې د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د همغږۍ او پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې سکتوري غونډه د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ارزونې، د روانو. . .

بازگشت