کرنې وزارت کې د خالصه جایدادونو معلوماتي سیستم پیل شو 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۹:۳
راه‌اندازی سیستم معلوماتی جایدادهای خالصه در وزارت زراعت

۱۱ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ په جوړه شوې ناسته کې، د کرنې وزارت د احصایې او کرنیزو معلوماتو ریاست کارکوونکو د خالصه جایدادونو د معلوماتي سیستم د جوړېدو خبر ورکړ او ویې ویل، چې یاد سیستم د معلوماتو د مدیریت د پیاوړتیا او د خدمتونو د وړاندې کولو د ښه والي په موخه طرحه شوی او دا مهال د پلي کېدو په حال کې دی.
په دې سیستم کې د مرکز او ولایتونو په کچه ټول خالصه جایدادونه په منظم ډول ثبت او ډلبندي کېږي. د کرایي، اجارې، مشارکتي، غصبي او پاکو جایدادونو اړوند معلومات، د ځمکو له درجه‌بندۍ، جغرافیایي موقعیت او د کارونې له ډول سره یو ځای په دې سیستم کې درج کېږي.
د چارواکو په وینا، د دې سیستم رامنځته کول به د خالصه ځمکو د غصب د مخنیوي، د جایدادونو د مدیریت د بهیر د روڼتیا او پر وخت او کره معلوماتو ته د لاسرسي په اسانتیا کې مهم رول ولوبوي. همداراز دغه اقدام به د غوره پرېکړو نیولو، اغېزمنې څارنې او د امارتي جایدادونو د اغېزمنې استفادې لپاره زمینه برابره کړي.
د کرنې وزارت چارواکو ټینګار کوي، چې د دې سیستم په بشپړېدو او پراختیا سره به د جایدادونو د مدیریت بهیر معیاري شي او د خالصه ځمکو اړوند خدمتونه به په ټول هېواد کې په لا اغېزمنه توګه وړاندې شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

ننګرهار کې د اوبو د سپما او اغېزمنې کارونې په موخه د څاڅکي اوبخور سیستم د نصب چارې پیل شوې

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري له لوري د ننګرهار څېړنیز مرکز د بڼوالۍ په ملي کلکسیون کې د څاڅکي اوبخور سیستم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

بازگشت