کرنې وزارت کې د تدارکاتي پلان د جوړولو د لارښود په اړه ښوونیز پروګرام ترسره شو
۴ لیندۍ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کارکوونکو چارو ریاست او د تدارکاتو ریاست له لوري د دغه وزارت د نږدې ۵۰ تنو کارکوونکو په ګډون، د تدارکاتي پلان د جوړولو د لارښود په اړه ښوونیز پروګرام ترسره شو.
دغه پروګرام د کرنې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست په تالار کې د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو. ورپسې د کارکوونکو چارو ریاست سلاکار، ماسټر حنیفالله احسان، د تدارکاتي پلان د جوړولو د ارزښت او د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په برخه کې د ښوونیزو پروګرامونو د رول په اړه خبرې وکړې.
نوموړي ټینګار وکړ، چې ګډونوال باید له دې ښوونیز فرصت څخه په اغېزمنه توګه ګټه واخلي او د تدارکاتي چارو په برخه کې خپله پوهه او وړتیا لوړه کړي، څو وکولای شي خپلې زده کړې د خپلو دندو د لا ښه ترسره کولو لپاره په عملي توګه وکاروي.
په دوام کې، اړوندو متخصصینو د تدارکاتي پلان د جوړولو په تړاو د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ښوونیز پریزنټېشنونه وړاندې کړل او په دې برخه کې یې اړین معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل.
