کرنې وزارت کې د بزګرانو د اضافي غنمو د پېرلو، لېږدولو او زېرمه کولو غونډه وشوه

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۵ - ۸:۳۸
کرنې وزارت کې د بزګرانو د اضافي غنمو د پېرلو، لېږدولو او زېرمه کولو غونډه وشوه

د کرنې وزارت په مالي او اداري معینیت کې،  په مرکز او ولایتونو کې د بزګرانو د اضافي غنمو د پېرلو، لېږدولو او زېرمه کولو په اړه غونډه د مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان آخند «حاجي سالم»  په مشرۍ او د کمېټې د رئیسانو او غړو په ګډون ترسره شوه.
په دې غونډه کې حاضرو رئیسانو او سلاکارانو د خپلو فعالیتونو او کړنو راپور وړاندې کړ او د بزګرانو د اضافي غنمو د پېرلو، لېږدونې او زېرمه کولو لپاره د راتلونکو پلانونو په اړه یې بحث او نظرونه تبادله کړل.
د دې ګام اصلي موخه د اضافي غنمو د زېرمه کولو او مدیریت پروسه ښه کول، کرنیزو سرچینو ته لاسرسی زیاتول او د بزګرانو د غنمو په تولید او ساتنه کې ملاتړ کول وو.
په غونډه کې د غنمو د پېرلو او زېرمه کولو د غوره لارو او همدارنګه بزګرانو ته د مالي اسانتیاوو د برابرولو پر لارو چارو بحث وشو، تر څو د غنمو تولیدونکو سره مرسته وشي او شته ستونزې یې هوارې شي.
دا غونډه د کرنې سکتور د پیاوړتیا او د هېواد د بزګرانو د ملاتړ په موخه ترسره شوه، څو د غنمو پر وخت زېرمه کولو سره د هېواد د خوراکي توکو د سرچینو د کمښت مخنیوی وشي.

جلسه خریداری، انتقال و ذخیره‌سازی گندم مازاد دهقانان در وزارت زراعت برگزار شد 
۲۴ قوس ۱۴۰۳ هـ.ش
جلسه‌ای در مورد خریداری، انتقال و ذخیره‌سازی گندم مازاد دهقانان در مرکز و ولایات کشور در معینیت مالی و اداری وزارت زراعت تحت ریاست ملا آغاجان آخند "حاجی سالم" معین مالی و اداری وزارت زراعت و با حضور روساء و اعضای کمیته دایر گردید.
در این جلسه، روساء و مشاوران حاضر گزارشی از فعالیت‌ها و عملکردهای خود ارائه نموده و در مورد پلان‌های آینده برای خریداری، انتقال و ذخیره‌سازی گندم مازاد دهقانان بحث و تبادل نظر کردند. هدف اصلی این اقدام، بهبود فرآیند ذخیره‌سازی و مدیریت گندم مازاد دهقانان، افزایش دسترسی به منابع زراعتی و حمایت از دهقانان در زمینه تولید و نگهداری گندم بود.
بحث و تبادل نظر در خصوص روش‌های بهینه خریداری و ذخیره‌سازی گندم و همچنین روند تسهیلات مالی برای دهقانان صورت گرفت تا از این طریق به تولید کنندگان گندم کمک شود و مشکلات موجود در این زمینه رفع گردد.
این جلسه در راستای تقویت بخش زراعت و حمایت از دهاقین کشور برگزار شد تا با ذخیره‌سازی به موقع گندم، از مشکلات موجود در تأمین منابع غذایی برای کشور جلوگیری شود.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۳
Background image

کونړ کې د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د همغږۍ او پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې سکتوري غونډه د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ارزونې، د روانو. . .

بازگشت